د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې د افغانستان د کلیوالي سیمو ۷۲ سلنه نفوس لومړنیو او ثانوي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
دې وزارت په یوه راپورکې چې پرون چهارشنبې یې خپورکړی ویلي چې د هیواد له ۴۰۰ ولسوالیو څخه، یوازې ۹۳ یې روغتونونه لري.
د دې وزارت په خبره په کلیوالي سیمو کې د روغتونونو د نشتوالي له امله، ناروغان ډیری وختونه ان د کوچنیو روغتیايي ستونزو د درملنې لپاره ولایتي مرکزونو ته سفر کوي.
دې وزارت په لرې پرتو سیمو کې د روغتیایي خدماتو د پراخولو پراړتیا په ټینګار سره، ویلي چې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده لخوا په ولسوالیو کې د ۳۱۸ روغتونونو د جوړولو لپاره بودیجه ځانګړې شوې او د قانوني او اداري پروسو له بشپړیدو وروسته به د دغو روغتونونو د جوړولو چارې پیل شي.
د عامې روغتیا وزارت په وینا، اوس مهال په هیواد کې د ټولو روغتونونو د بسترونو ظرفیت ۱۳۰۰۰ ته رسیږي چې تمه ده د نویو روغتونونو په جوړولو سره به پرې ۱۰۰۰۰ نوربسترونه اضافه شي.
د عامې روغتیا وزارت د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې خلکو ته د روغتیایي خدمتونو د کموالي خبره داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې یې ښځې د طبي زده کړو په مرکزونو کې هم له زده کړو منع کړي دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا څه کم دوه اونۍ مخکې د طالبانو له خوا له طبي زده کړو څخه د ښځو د منع کولو پر وروستۍ پریکړې ژوره اندیښنه ښودلې او ویلي و چې په نتیجه کې به یې په دې هیواد کې په ملیونونو ښځې او نجونې له روغتیایی خدمتونو څخه بې برخې شي.