د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په وروستیو ورځو کې، د طالبانو د بیا واکمنۍ شاوخوا یوه نیمه میاشت وروسته د طالبانو د حکومت لوى درستيز قاري فصیحالدین فطرت، ویلي و چې په کابل کې د "سردار محمد داوود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې" د افغانستان د مخکیني مخلوع جمهوري حکومت د بې هويتو او نامعلومو سرتېرو له مړو ډک يو کانتینر شتون لري.
نوموړي په بدخشان کې يوې غونډې ته په وینا کې ویلي و چې د دې مړو هویت نه دى معلوم او نه دوی توانېدلي چې مالوم يې کړي نه پوهېږي چې دوى څوک دي او چاته يې وسپاري.
خو اوس، له درېیو کلونو د زیاتې مودې په تېرېدو وروسته، د افغانستان د مخکيني پرځېدلي جمهوري حکومت د ولسمشر اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح ادعا کړې چې طالبانو هغه ټپي پوځیان وژلي چې په ۴۰۰ بستریز روغتون کې یې درملنه کېدله.
هغه د یکشنبې په ورځ په خپل ایکس پاڼه په یو بیان کې ادعا کړې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۶مه او ۱۷مه د دوشنبې او سهشنبې په ورځو کې، په ۴۰۰ بستریز روغتون کې بستر شوي د جمهوري نظام ټپي سرتېري د طالبانو له لوري یو، یو وژل شوي او مړي یې په یوه کانتینر کې اېښودل شوي، چې وروسته سره صلیب خاورو ته سپارلي دي.
د نوموړي د ادعا له مخې، د طالبانو د حکومت یوه چارواکي، چې اشاره يې قاري فصیحالدین ته ده، د مطبوعاتو سره د دغو مړو د کانتینر د موندلو خبر هم شریک کړى و، څو د ده په وینا دغه جنایت پټ پاتې کړي او مسئولیت یې نامعلومو کسانو ته ور وګرځوي.
د طالبانو منتقد امرالله صالح همداراز ادعا کړې چې د ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ په کونړ او ننګرهار کې نږدې ۱۲۰۰ کسان د طالبانو د استخباراتو د مشر "ډاکټر بشیر" له لوري پرته له محاکمې وژل شوي دي.
هغه همداراز ادعا کوي چې په همدې موده کې د محلي سرتېرو مړي په کندهار کې پر سړکونو غورځول شوي، او د ده په وینا طالبانو یوازې د مړو د بد بوى له امله هغه لرې کړل او وروسته سره صلیب خاورو ته وسپارل.
هغه وخت راپورونه ورکړل شوي وو چې طالبانو د اچکزیو د قبیلې غړو څخه، چې د کندهار له مشهور قوماندان جنرال رازق سره تړاو درلود، غچ اخیستی دی. د دغو راپورونو له مخې سلګونه کسان د طالبانو له خوا وژل شوي وو.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو مخکې یې تل داسې ادعاوې رد کړي دي او ویلي یې دي چې د طالبانو ټولو ځواکونو يې د هغوی د مشر د عمومي عفوې حکم ته غاړه ایښې ده او پرې ولاړ دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هعٶ پوځيانو ځینې کورنۍ، چې امرالله صالح ادعا کړې چې په ۴۰۰ بستریز روغتون کې وژل شوي دي، هم له ازادي راډیو سره ورته ادعاوې کړې دي.
د دغو کورنیو یو غړي، چې د موضوع حساسیت له امله یې د خپل نوم او اصلي غږ له خپرېدو ډډه کړې ، ازادي راډیو ته وویل:
"زما د تره زوی و، وروستی ځل مو د جمهوري نظام تر پرځېدو مخکې په روغتون کې ورسره کتلي وو، وروسته بیا هېڅ خبر نه ترې لرو چې څه وشول. په اردو کې و، په هلمند کې ټټي شوی و. زه دوه ورځې مخکې په روغتون کې ورسره وم. د جمهوریت له سقوط وروسته چې یې بیا لیدو ته لاړو، راته یې وویل چې دلته نشته او موږ ته یې نه ژوندی راښکاره کړ او نه مړی. ویې ویل که ډېرې پوښتنې وکړئ، تاسو به هم همداسې ورک کړو. پيا یو چا موږ ته وویل چې دوی ټول یې وژلي دي.
یوه بله کس، چې خپله هم د مخکیني نظام پوځي و، ادعا وکړه چې ورور یې هغه مهال چې په جګړه کې یې ملا ټپي شوې وه، او ۴۰۰ بستریز روغتون ته انتقال شوی و او د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته یې مړى کورنۍ ته وسپارل شو.
هغه چې نه یې غوښتل هویت یې څرګند شي، ازادي راډیو ته وویل:
«هغه زخمي و، کله چې حکومت وپرځېد زه تښتېدلى وم. کورنۍ مې خبر راکړ چې له شفاخانې یې بهر کړى او ورته یې ویلي وو چې راشئ هغه یوسئ. په کور کې و، د وخت په تېرېدو یې زخم خراب شو. کورنۍ مو دومره توان نه درلود چې شخصي شفاخانه ته یې یوسي. بېرته یې هماغې شفاخانې ته یووړ. په شفاخانه کې يې هېچا ته اجازه نه ورکوله چې ورسره پاتې شي. د یوې اوونۍ وروسته یې مړى کور ته راولېږه. ټول بدن یې تور او شين اوښتى و، داسې معلومېده چې د شکنجې له امله مړ شوی دی.»
یو بل کس، چې هغه هم غوښتل نوم یې په راپور کې ياد نه شي، ازادي راډيو ته يې وویل چې د طالبانو له واک ته رسېدو دوه ورځې وروسته د خپل یوه نږدې خپلوان د مرګ خبر يې د ۴۰۰ بستریز روغتون له مسئولانو ترلاسه کړ.
«ډېر سخت زخمي نه و، صرف په ورانه کې په مرمۍ لګېدلى وه درملنه يې روانه وه . د سقوط نه وروسته شاوخوا شل ورځې په شفاخانه کې و. بیا زما اوښي ته زنګ راغی چې راشئ خپل ناروغ مو بوځٸ مړ شوی دى.»
دغه ادعاوې په داسې حال کې مطرح کېږي چې مخکې هم بېلابېلو نړیوالو د بشري حقونو سازمانونو د مخکیني نظام د پوځیانو د نیولو، شکنجه کولو، وژل کېدو او په زور د ورکوبو راپورونه ورکړي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) د ۲۰۲۳ کال د اګست په ۲۲مه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و چې له ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۳ کال د جون تر ۳۰مې پورې د طالبانو له خوا د مخکیني نظام د امنیتي او دفاعي ځواکونو د چارواکو او غړو له محکمو او قضا پرته ۲۱۸ وژنو موارد ثبت شوي دي.
یوناما زیاته کړې وه چې په دې موده کې ټولټال شاوخوا ۸۰۰ له قضا پرته وژنو، په خپل سر نیونو، شکنجې او په زور د ورکولو پېښې ثبت شوي دي.
دغه سازمان همداراز لږترلږه ۸۰۰ له محکمو او قضا پرته وژنو، په خپل سر نیونو، شکنجې او په زور د ورکولو پېښې مستندې کړې دي.