Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

یو شمېر محصلین: استادانو د ږیرو کمولو او خولۍ نه پر سرولو په خاطر ناکامه کړو

حسیب الله چې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي محصل دی، ادعا کوي چې د دې پوهنځي استادانو ځینې محصلین په ازموینو کې یوازې د دې لپاره ناکام کړي چې د دوی په وینا، ږيرې یې کمې او خولۍ یې نه وې په سر.


نوموړي د دوشنبې په ورځ، د دسمبر ۲۳مه، له  ازادی راډيو سره په خبرو کې وویل چې په «فقه جنایات» مضمون کې د قناعت وړ ځوابونو ورکولو سربېره یې د ږيرې نه لرلو له امله يې په آزموينه کې د بریا نمره نه ده ترلاسه کړې.


هغه وویل:


«هغه محصلین چې خولۍ او ږيره ونه لري، د هر مضمون له نمرې څخه لس نمرې کمېږي. زه خپله چې ږيره نه لرم، هره ورځ استادان او د پوهنځي معاونین مې نوم په لیست کې یادوي او په چانس کې مې اچوي. څوک به هغوی  پوه کړي  هغه کس اصلا چې هیڅ ږيره ونه لري، څه وکړي؟»


د دغو محصلینو په وینا، د امتحان له پیل مخکې د دې پوهنځي معاونیت دوی ته خبرداری ورکړی و چې باید ږيره او منظم ظاهري حالت ولري، که نه نو له مجموعي نمرې به یې لس نمرې کمې شي.


خو هغوی ادعا کوي او وايي، کله چې د ازموينې  لپاره خپلو ټولګیو ته ورتلل، د پوهنځي مسؤلینو لومړی ورته اجازه نه ورکوله چې ټولګي ته داخل شي. بیا یې د هغوی نومونه په لېست کې شامل کړل او مدیریت ته یې واستول، له هغې وروسته اجازه ورکړل شوه چې ازموينه ورکړي.


محصلین ادعا کوي، هغه کسان چې اوږده ږیره نه لري، یوازې لس نمرې يې نه کمېږي، بلکې هغوی د بریاليتوب نمره هم نشي ترلاسه کولی، چانس خوري او دوهم ځل ازموينې ته معرفي کېږي.


د دې پوهنځي یو بل محصل، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي،  ازادي راډيو يې ته وویل:


"د دې سمسټر نمرې د صورت او سیرت پر اساس دي. که څه هم لومړی یې ویلي وو چې لس نمرې به د صورت او سیرت له مخې کمېږي د هغو کسانو لپاره چې ږیره او خولۍ یې د شریعت مطابق نه وې لس نمرې کموي، خو زموږ په ټولګي کې ټول محصلین یوازې د دې لپاره چې خولۍ یې نه درلودې، دوهم چانس ته معرفي شول."


دغه محصلین دا ادعا هم کوي چې د پوهنځي د مسؤلینو لخوا یې په واتساپ حساب کې غږیز فایلونه ترلاسه کړي چې ورته خبرداری ورکړل شوی چې هغه محصلین چې اوږده ږیره او خولۍ ونه لري، د ازموينې له ځایه به وایستل شي او باید دا موارد رعایت کړي.


دغه محصلین وايي، سره له دې چې د آزموينو سوالونو ته یې سم ځوابونه ورکړي او د بریالیتوب تمه یې لرله، تر اوسه په څو مضامینو کې ناکام شوي دي. هغوی وايي که دا وضعیت دوام وکړي، د دې سمسټر لپاره اړین کریدتونه نشي ترلاسه کولی او سمسټر په بریالیتوب پای ته نشي رسولی.


د کابل پوهنتون ځینې نور محصلین هم له آزادي رادیو  سره په خبرو کې تاییدوي چې له دوی سره هم ورته چلند شوی او په خپلو اړوندو مضامینو کې د ورته دلایلو له امله ناکام شوي دي.


دوی وايي، طالبان د لوړو زده کړو په سیستم کې د محدودیتونو په ایجادولو سره محصلین ناهیلې کوي، او څو محصلین یې په تېرو سمسټرونو کې د پوهنتون پرېښودو ته اړ کړي دي.


تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت اعلان کړی و چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر یوه پلاوي ۱۱ ولایتونو ته سفر کړی، څو د ښوونکو او د پوهنې د کارکوونکو "سر او صورت" په څرنګوالي نظارت وکړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus