د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، د کابل او تهران دښمن یو دی.
د شیرمحمد عباس ستانکزي په باور، لویدیز هیوادونه په افغانستان او ایران کې په وسله واله جګړه نه، بلکې په اقتصادي جګړه کې ښکیل دي.
عباس ستانکزي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د (ډیسمبر۲۳مه) د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي په یوې ناسته کې په کابل کې کړي دي.
ستانکزي په دې ناسته کې وړاندې وویل، " امریکا او ناټو د افغانستان او ایران ګډ دښمنان دي او له همدې کبله باید د کابل او تهران اړیکې لاپسې ژورې شي ".
ستانکزي د لودیز پر وړاندې د سیمې د هیوادونو پر یووالي هم ټینګار وکړ.
شیرمحمد عباس ستانکزي د سوداګرۍ او پانګونې خونې په دې ناسته چې په کابل کې د ایران سفیر هم په کې ګډون درلود، د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیټي او سیاسي اړیکو پر پراختیا تاکید کړی دی.
دې ناستې ته په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست سفیر علي رضا بیک دلي په خپلو خبرو کې ویلي، " که څه هم په وروستیو کې د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې ډیره وده کړې، خو لا اصلي موخې ته نه یو رسیدلي ".
بیک دلي وړاندې په خبرو کې د ایران او افغانستان ترمنځ د سیاسي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست سفیر او د طالبانو د حکومت دبهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په داسې حال کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د لودیز پر وړاندې د یووالي خبرې کوي، چې پر دواړو هیوادونو د امریکا په ګډون د لودیز له خوا سخت اقتصادي بندیزونه لګېدلي دي.
خو د اقتصادي چاروپوهان او افغان سوداګر په باور دي چې دا دواړه هیوادونه هڅه کوي، د اقتصادي اړیکو په پراختیا سره، خپل اقتصادي بحرانونه راکم کړي.
محمد افغان چې سوداګر دی وايي، "افغانستان د ایران لپاره یو ښه بازار دی، ځکه افغانستان یو مصروفي هېواد دی او ایران پر دې مسلې ښه پوهیږي، چې څنګه د دې هیواد بازار ته خپل تولیدات راورسوي".
خو د اقتصادي چاروکارپوه سمیع ستانکزی وايي طالب چارواکي په داسې څرګندولو سره غواړي د امریکا نوې ادارې ته وښيي چې دوی کولی شي، د امریکا له مخالفان سره لاس یو کړي.
د هغه په خبره، "په ټوله کې د طالبانو د حکومت ویره د ولسمشر ټرامپ له ستنیدو یو ډول ویره خوره شوې ده، ځکه ولسمشر ټرامپ دا ډله په چل بازۍ، د دوحې د تړون په نقض تورنه کړې او په ښکاره طالبانو ته ګواښونه کړي دي، طالبان پوهیږي که هر څومره غوړمالي ته ادامه ورکړي، د ټرامپ نظر نشي بدلولی، نو د دې لپاره هڅه کوي، چې امریکا ته یو نرم پیغام واستوي چې دلته ستاسې مخالفان شته چې موږ ورسره ودریږو ".
بل پلو، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې (PAJCCI) خبرداری ورکړی که چیرته د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ پر راکړې ورکړې محدودیتونه لیرې نشي، نو پاکستاني سوداګر اړ دي خپل کاروبارونه د افغانستان له مارکیټه بل ځای ته انتقال کړي.
خو افغان سوداګر محمد افغان وايي، اوسمهال د افغانستان ۹۰ سلنه بازار د ایران په لاس کې دی او ایراني تولیدات په کې خرڅېږي.