Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

جرمني کې ملي ماتم دی

د جرمني صداعظم اولاف سولڅ د ماګدي بورک ښار پر کرسمس بازار چې له دوه سوو زیات کسان په کې ټپیان او پنځه نور په کې ووژل شول، یو وحشناکه عمل بللی دی.


شولڅ نن شنبې د (ډیمسبر۲۱مه) د پېښې له ځایه د کتنې پر مهال ویلي، "هیڅ ځای د کرسمس بازار پرتله سوله ییز نه دی".




هغه وړاندې ویلي، دا یو ډیر وحشناکه عمل دی چې د خلکو د خوشالۍ په جشن کې داسې یو برید وشي.


هغه وویل،" د پېښې له بریدګر سره به قانوني چلند وشي".


د ساکسن انهالت والي راینر هازل اوف ویلي، "د مرګژوبلې هغه شمیرې چې پرون ماښام له برید وروسته خپرې شوي، له اوسنیو شمیرو سره لوړ توپیر لري".


د هغه په خبره، په دې وحشناکه پېښه کې ۵ تنه وژل شوي او تر دوه سوو ډیر ټپیان دي.


ښاغلي اوف وویل، د دې امکان شته چې د قربانیان شمیر لوړ شي، ځکه د هغه په خبره د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.


ماګدی بورک ښار چې پلازمینې برلین ته نژدې پروت دی، د ساکسن ایالت مرکز دی.




د دې ایالت چارواکو نن شنبې په ټول جرمني کې ملي ماتم اعلان کړی دی. د دې ایالت د چارواکو په خبره، په ټول جرمني کې به نن د دې هیواد بیرغ نیمه ځوړند وي.


بریدګر څوک دی؟


دغه برید یو داکټر، چې ویل کیږي په خټه له سعودي عربستان څخه دی او له نژدې دوو لسیزو راهیسې په جرمني کې يې ژوند کوي ترسره کړی دی.


جرمني رسنیو د دې کس نوم طالب ای یاد کړی دی.


دغه داکټر چې ۵۰ کاله عمر لري، د پولیسو له خوا نیول شوی او د پېښې د علت د اصلي انګیزې په اړه ترې څیړنې وراني دي.


دې داکټر پرون ماښام په ډیر سرعت سره یو کرایی شوی موټر د کرسمس پر یوه بازار وربرابر کړ، چې په سلهاوو کسانو ته يې مرګژوبله واوښوته.


د معلوماتو پر بنسټ، دا داکټر چې پخوا مسلمان و، اوس يې اسلام پريښی و، او نور مسلمانان يې د اسلام پريښودل ته تشویقول.


د معلوماتو له مخې، دې داکټر به هغوو کسانو ته د مبارکۍ پیغامونه هم لیږل چې اسلام به يې پريښوده.


هغه د جرمني پر حکومت نیوکې کولې چې ولې د اسلام پال پرضد اقدام نه کوي.


د ځینو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، دغې داکټر به، له هغوو ښځو مرسته کوله چې غوښتل يې له عربستانه وتښي.


هغه د جرمني له ښې اړخو چې په دې هیواد کې د کډوالو د منلو د پالیسو ضد دي هم ملاتړ کاوه.


ترواسه د سعودي عربستان چارواکو د دې برید په اړه نه دی ویلي، خو د جرمني مشرانو دا برید د جرمني خلکو لپاره یو تکان ورکوونکی برید یاد کړی دی.


 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus