جنرال ایګور کیریلوف او د هغه مرستیال د مسکو یوې ودانۍ مخې ته په چاودنه کې ووژل شول.
کیریلوف د روسیې د اتومي، کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د ساتنې د ځواک قومندان و.
د اوکراین حکومت یوې سرچینې ازادې اروپا راډیو/ازادي راډیو ته وویل چې جنرال کیریلوف د اوکراین د استخباراتو ادارې په عملیاتو کې وژل شوی دی.د روسیې حکومت نن وویل د دې جنرال په وژنه کې د لاس لرلو په تور یې یو ازبکستانی وګړی نیولی دی.