په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د اندېښنو په دوام د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر راپور ورکړی چې په راتلونکې ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲ عشاریه ۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.
دا شمیره د روان کال پرتله د ۸ لکه کسانو کمښت په ګوته کوي.
اوچا مخکې ویلي، په روان ۲۰۲۴ کال کې ۲۳ عشاریه ۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړمن دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر په راپور چې پرون سې شنبه د (ډیسمبر ۱۷ مه) خپور شوی راغلي،"په راتلونکې کال کې به په افغانستان کې بې کاري، د کورنيو پورونه، او بې وزلي په پراخه کچه دوام وکړي او دغه حالت به د دې هیواد نږدې نیمايي نفوس اغېزمن کړي چې تر ټولو زيات به د کورنيو ښځينه مشرانې وي".
داسې مهال چې مخکې د خوړو نړیواله پروګرام ډبیلو ایف پي خبر ورکړی چې سږ کال په افغانستان کې ۱۲ عشاریه ۴ میلیونه وګړي د خوړو له شدید نا خوندیتوب سره مخ دی اوچا وړاندوینه کړې چې دا شمېر به په ۲۰۲۵ کال کې ۱۴ عشاریه ۸ میلیونه وګړو ته لوړ شي.
اوچا ویلي، دغه راز به په راتلونکې کال کې ۱۴ عشاریه ۳ میلیونه وګړي د روغتیايي پاملرنې له محدود لاس رسي سره مخ شي او ۷ عشاریه ۸ میلیونه میرمنې او ماشومان به تغذیې مرستې ته اړتیا ولري.
داوچا په راپور کې وړاندې ویلي شوي، افغان وګړي په افغانستان کې د حاکم نظام له خوا د بشري حقونو پورې اړوند مخ په زیاتېدونکو وضع شویو محدودیتونو سره مخ دي چې د ټولو په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او نورو زیان منونکو ډلو لپاره د خوندیتوب په برخه کې خطرونه لا پسې زیاتوي.
د راپور په ټکو د افغانستان ننګوني اقتصادي شرایط، د دوامدارې پراختیا په برخه کې تشې، د ژوند محدود فرصتونه، او کمزوري روغتیايي او تعلیمي جوړښتونو د اړمنو وګړو د هوساینې مخه ډب کړې او د افغانستان بشري ناورین یې لاپسې زیات کړی دی.
د افغانانو اقتصادي ستونزې
په همدې حال کې یو شمېر افغانان وايي د سختې بې کارۍ او بې وزلۍ سره مخ دي او دې حالت یې ژوند ور تریخ کړی دی.
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکې زر بي بي ازادي راډيو سره خبرې کې وویل، په کور کې د ګټې وټې کس نه لري.
د هغې په خبره،"د الله امتحان دی چې په موږ راغلی دی، کارونه نشته، که وي هم زموږ د کار څوک نشته، سړې مې سپین ږیری دی، مشر زوی مې ناروغ دی، موږ د ډودۍ لپاره پیسې نه لرو د هغه ناروغۍ لا وارخطا کړی یو".
یوه داخلي ځایه شوې میرمنه چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي وايي د تېر جمهوري حکومت پر مهال یې په یو دفتر کې دنده درلوده خو اوس بې کاره او له سختو ستونزو سره مخ ده.
هغه وايي،"زه خپله هم بې کاره یم، میړه مې په لاسي کراچۍ کار کوي، د ورځې ایله سل یا یوسل شل افغانۍ وګټي، چې زموږ د کور ګوزاره پرې نه کیږي، زیات وخت مې اولادونه په وړي نس ویده کیږي".
د کندز ولایت یو اوسېدونکی ابرار هم د بې کارۍ له ستونزې کړیږي.
ابرار وړاندې ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، "بې کارۍ او بې روزګارۍ بیخي ناهیلي کړی یو، په چوک کې د مزدورۍ لپاره کېناستو خو کار پیدا نه شو، غربت او بې وزلي ډېره زیاته شوې ده، نرخونه لوړ دی، الله دې وکړي چې په وطن کې کار پیدا شي، د نورې نړۍ خلک چېرته ورسېدل خو موږ لا هم په فقر او بې وزلۍ کې ژوند کوو".
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته په دې هیواد کې د پراخه بې کارۍ او بې وزلۍ راپورونه خپاره شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په خپل وروستي راپور کې خبرداری ورکړی چې په کور دننه د پراخه بې وزلۍ ترڅنګ به په راتلونکې کال کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو ستنېدل پر بنسټیزو خدمتونو او سیمه ییزو سرچينو نور فشار هم راوړي چې له اړو کسانو سره د مرستې هڅې به اغیزمنې کړي.
په راپور کې ټینګار شوی چې د تودوخې له لوړېدو سره موسمې ننګونې او د اقلیم بدلون به په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې وچکالي لا پسې زیاته کړي.
اوچا ویلي چې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې پلان لري چې په راتلونکې میلادي کال کې ۱۶ عشاریه ۸ میلیونه خلکو ته مرستې ورسوي او د دې لپاره ۲ عشاریه ۴۲ ملیارده ډالرو بودجې ته اړتیا لري.