په ځینو ختیځو ولایتونو کې د دولتي پوهنتونونو یو شمیر استادان د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د طالبانو حکومت له دندو لرې کړي او ادعا کوي چې د دې کار دلایل يې ورسره شریک نه دي کړي.
په کونړ ولایت کې د سید جمال الدین افغان دولتي پوهنتون یو استاد چې تېره اونۍ له دندې ګوښه شوی د نوم نه خپرولو په شرط یې ازادي راډیو ته وویل، د مکتوب له مخې منفک شوی او د ګوښه کیدو علت يې معلوم نه دی.
د هغه په خبره،"په هغه لېست کې زما نوم هم شته، چې د یو مکتوب له مخې په کې استادان منفک شوي دي، په دې مکتوب زموږ د ګوښه کېدو دلیل نه دی په ډاګه شوی، دا مې (د استادۍ) یوولسم کال و، په دې لېست کې ۱۲ استادان دي چې ۴ د نورو پوهنځیو او ۸ نور یې یوازې د شرعیاتو پوهنځي دي".
له دغه پوهنتونه یو بل ګوښه شوی استاد بیا ادعا کوي او وايي، د دوی د ګوښه کولو دلیل فکري اختلافات دي او دا ادعا هم کوي چې طالبان هڅه کوي د شرعیاتو پوهنځیو او اسلامي ثقافت مضمون د پخوانیو استادانو پر ځای له خپلو مدرسو فارغ شوي طالبان وګماري.
دا استاد چې هم د امنیتي ستونزو له کبله نه غواړي نوم يې په راپور کې خپور شي وايي،"دوی (طالبان) غواړي چې پوهنتونونه هم لکه دیني مدرسې یې د دوی د فکر د جوړولو ساحې واوسي، واضح ده چې دوی د نورو پوهنځیو لکه طب، کمپیوټر ساینس، انجنیري او نورو استادانو بدلولو وړتیا هم نه لري ځکه بدیل علمي کدرونه ورته نه لري، خو شرعیاتو، فقه او ثقافت لپاره له خپلو مدارسو فارغ علما لري، نو دوی هغه استادان چې له طالبانو سره فکري اختلافات لري چې دوی ورته سلفیان، اخوانیان یا نور نومونه یادوي، هغوی لرې کوي او پر ځای یې هلته خپل فکر سره سم خلک ځای پر ځای کوي".
دغه استادان وایي یاد مکتوب تېره اونۍ وراستول شوی دی.
د ننګرهار پوهنتون یو شمیر نور استادان بیا وایي، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د ثقافت اسلامي یو شمېر استادان او د دغه پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي مشر له دندو لرې او ادعا کوي چې پر ځای یې خپل «طالبان» ګمارلي دي.
د دغه پوهنتون د ثقاقت اسلامي مضمون یو استاد د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل، دا چې ولې له دندې لرې شوې په دلیل یې هیڅ نه پوهېږي.
هغه وړاندې وویل، "دلیل باندې یې نه پوهېږم، یو څوک چې یو استاد بې دلیله له دندې په زوره شړي نو هغو ته به څه ووایو، دوی راغلل خپل بې علمه خلک په څوکیو وګماري، دا نور یې وشړل، موږ هېڅ چا سره هم دلیل نه شو ویلی".
د یادونې ده چې په کابل کې د پولي تخنیک پوهنتون یو استاد هم د نوم د نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل، تازه له دغه پوهنتونه هم د اسلامي ثقافت مضمون څلور استادان له دندو لرې کړل شوي.
د دغو ټولو استادانو د ادعاوو په اړه مو د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاءالله هاشمي وپوښت، خو نوموړي د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
خو په دغه وزارت کې یوې سرچینې ازادي راډیو سره خبرو کې وویل له دندو لرې کړل شوي استادان چې دوی یې شمېر «محدود» بولي، د کافي ظرفیت نه لرلو له امله له دندو لرې او په خبره یې ژر به د ظرفیت لوړونې لپاره سیمینارونو ته معرفي شي.
د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو د حکومت له بیا واکمنېدو وروسته، د دولتي پوهنتونونو ډېریو استادانو د دوی د پالیسو او محدودونکو فشارونو په ځانګړې ډول د نجونو پر زده کړو د بندیز په غبرګون دندې پرېښودلې او ځینې یې له افغانستانه بهر ووتل.
مخکې تر دې د ځینو دولتي پوهنتونونو یو شمېر محصلینو ازادي راډیو سره خبرو کې اندېښنه ښودلې وه، چې د ډېریو استادانو له دندو پرېښودو وروسته، د استادانو د کمښت له امله اوس یو شمېر مضامین نه تدریسېږي.