د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک وايي، تر ۸۴۰ میلیونو افغانیو زیات د افغانيو زاړه بانکنوټونه یې له منځه وړي دي.
خو په کابل او یو شمیر نورو ولایتونو کې عام افغانان وايي، د زړو پیسو انتقال او ور څخه ورځنۍ ګټه اخیستنه د خلکو لپاره یوه جدي ستونزه ده.
يو شمېر ښاريان او هټیوال شکايت کوي، په بازارونو کې کارول شوې پيسې ډېری وخت زړې او شلېدلې وي او دوی یې په ورځنيو راکړو ورکړو کې له ستونزو سره مخ کړي دي.
ښاریان او هټیوال
د ننګرهار ولایت اوسیدونکي، میر علم ازادي راډيو ته وویل، د بانکنوټونو د ساتلو د څرنګوالي په برخه کې خپله خلک مسول دي.
د هغه په خبره، "موږ څو چې پیسې ونه شلېږي ساتلو ته یې پام نه کوو، موږ خپله ځان ته ستونزه پیدا کوو ځکه که ټکسي چلونکی وي که د سبزیو پلورونکی، زړې پیسې نه اخلي".
د میدان وردګو ولایت اوسیدونکي، محمد یعقوب ازادي راډيو ته وویل، "زه دا اوس د بازار نه سودا اخلم او ما نه زړې پیسې څوک نه اخلي هر دوکاندار ته یې چې ورکوم وايي دا زړې دي، تر دې وروسته زه هم هڅه کوم چې دا پيسې ښې وساتم او رانه زړې او خرابې نه شي".
د پلازمینې کابل اوسیدونکې، سلطانې ازادي راډيو سره خبرو کې دا وویل چې خپلې پیسې څنګه ساتي، "زړې پیسې مې نه خوښیږي، زه پیسې په یوه واړه بکسک کې کیږدم، یو شمیر کسان پيسې په خپل جیب کې ږدي او یا یو شمیر میرمنې په خپل غاړه کې چې دا یو ناسم کار دی او زما نه خوښيږي، ځکه دوی د پیسو د ساتلو په برخه کې بې غوري کوي، زه د پیسو له کارولو وروسته لاسونه مې په اوبو او صابون مینځم".
ډیری ښاریان او هټیوال په دې باور دي، تر کومه چې د افغانستان مرکزي بانک د افغانیو نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې او زاړه هغه راټول نه کړي، د خلکو دا ستونزه به حل نه شي.
په جلال اباد ښار کې یوه هټیوال، احمد ازادي راډيو ته وویل،" موږ زړو بانکنوټونو سره ډیر مشکل لرو، یو خو چې لس زړه روپۍ بنډل کړو داسې ښکاري لکه شل زره روپۍ چې وړو راوړو، انتقال یې هم مشکل وي، بل دا چې کله سودا اخلو، پیسې ګورو چې سمې دي که نه او دا ډیر وخت نیسي، موږ له اسلامي امارت څخه غواړو چې زاړه بانکنوټونه ټول کړي او په ځای یې نوي بازار ته راوباسي".
د اقتصادي چارو پوه عبدالنصیر رښتيا وايي، معمولاً مرکزي بانکونه د خپلو سیاستونو له مخې هڅه کوي چې له بازارونو زړې پیسې راټولې او نوې وویشي، څو د سوداګریزو بازارونو په کار او بار کې ستونزې رامنځته نه شي.
د ښاغلي رشتیا په خبره، "دا د مرکزي بانکونو دنده ده چې زړې پیسې له مارکیټ څخه ټولې کړي، د دې ستونزې د حل لار په مارکیټ کې د دیجیتالي پيسو کارونه ده څو د بانکنوټونو له خرابیدو او د بیلابیلو ناروغیو د انتقال مخنیوی وشي".
په همدې حال کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک ویلي، تر ۸۴۰ میلیونو افغانیو زیات د افغانيو زاړه بانکنوټونه یې له منځه وړي دي.
دغه بانک د سه شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه/پخواني ټویټر کې لیکلي، دا زاړه بانکنوټونه له مرکزي، ختیځ او سویل ختیځ زونونو راټولې شوې دي.
دغه شان د دې بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد هم درې میاشتې وړاندې، په کابل کې د دې ادارې د پروګرامونو او لاسته راوړنو د تشریح کولو په ناسته کې ویلي و، په تېر یوه کال کې دغه بانک ۷ میلیارده ۱۸۶ میلیونه او ۵۴۴ د افغانیو زاړه او شلیدلي بانکنوټونه ی د سوداګرۍ په برخه کې د ستونزو د هوارولو په موخه، له مرکز او ولایتونو څخه راټول کړي او سوځولي او بازار ته یې نوي بانکنوټونه وړاندې کړي دي.
د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان بانک، له ټولو غوښتي چې افغاني بانکنوټونه سمې وساتي او د ژر خرابیدو مخه يې ونیسي.