Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د کابل د (جمهوریت مارکېټ) یو شمېر دوکانداران: دوکانونه یې راویجاړ کړل

د ژمي له راتګ سره همهاله د جمهوریت د تاریخي مارکېټ د دوکانونو ورانولو د دې مارکېټ  دوکانداران سخت اندېښمن کړي دي.

دوی وايي چې د دوکانونو له ورانېدو سره وزګاره شوي او د خپلو کورنیو د لګښتونو د پوره کولو په اړه سخت اندېښمن دي.

د دوی له ډلې یو تن ادعا کوي چې د کابل ښاروالۍ د دویمې ناحیې رییس او کارکوونکو پرته له کومې خبرتیا د یکشنبې په ورځ تخریب پیل کړ او په خبره یې ټول توکي یې د خاور لاندې شوي.

نوموړي چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې ياد شي، نن سې شنبه د قوس ۲۷مه ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ دوکانونه د کابل ښاروالۍ له خوا وران شول. زورور خلک پکې لاس لري،  د دویمې ناحیې لخوا دا کار وشو. د ناحیې رئیس پخپله هلته موجود  و او امر یې کاوه چې دوکانونه وران کړئ. دوکانونه یې د خلکو پر مال او خپله پر خلکو چپه کړل."

په همدې حال کې د جمهوریت مارکیټ د دوکاندارانو وکیل احمد قاضي‌زاده ادعا کوي چې دا تخریب د مځکو د مافیا لخوا د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو په همکارۍ ترسره شوی دی.

هغه ازادي راډیو ته وویل چې دوی سیمې د ملکیت قانوني اسناد لري او د خپلې ستونزې د حل لپاره یې د طالبانو اړوندو ادارو ته عریضه هم کړې ده.

"په اصل کې د دې ملکیت په اړه درې محکمو، د عالي شورا، د امارت دارالافتاء او ځانګړې محکمې ټولې پرېکړې زموږ په ګټه کړي دي. دلته د ځمکو یو مافیايي ډله پرته له اسنادو، پرته له شواهدو راغله، ۲۳ یا ۲۴ نېټه وه چې دا سیمه یې ورانه کړه. موږ ورته وویل چې د محکمې پرېکړه وښیئ، هغوی پرېکړه نه لري او نه یې ښيي،  دا کار غیر قانوني شوی دی."

د جمهوریت مارکېټ دوکانداران ادعا کوي چې  د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې کابل ښاروالۍ د مځکو مافیا سره په همکارۍ دغه سیمه ورانه کړې ده، او د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي د دې موضوع په اړه له ازادي راډیو سره له خبرو کولو ډډه وکړه.

خو دې ښاروالۍ کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې کې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل چې د جمهوریت مارکېټ د وران شوې سیمې ملکیت شخصي دی او ښاروالۍ په دې برخه کې هېڅ رول نه لري.


د یادولو ده چې  جمهوریت مارکېټ د کابل ښار په دویمه ناحیه کې موقعیت لري، او ۱۷۱ دوکانونه پکې وه.


 د دوکاندارانو د معلوماتو له مخې تر اوسه یې دوی ته نږدې ۱۲۰ دوکانونه ویجاړ دي.


 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus