د وروستیو ورځو سختو اورښتونو له امله په افغانستان کې ګڼې لارې تړل شوې چې خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د طالبانو حکومت د ټولګتو چارو وزارت په یوه اعلاميه کې ویلي چې د غور-کابل لویه لاره د واورې له امله تړل شوې او په ځینو ولایتونو کې لا هم واوره اوري.