Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

بلینکن: ترکیه او امریکا په ګډه په سوریه کې د داعش د بیا پیاوړي کیدو مخه نیسي

 


د امریکا اوترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو انتوني بلینیکن او هاکان فیدان په سوریه کې د بشار اسد د رژیم له ړنګیدو وروسته په دې هیواد کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د بیا پیاوړي کیدو د ګواښ د مخنیوي په وړاندې د هڅو د دوام پر اړتیا خبرې وکړې.


 د رویترز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، بلینکین په انقره کې له کتنې وروسته له ښاغلي فیدان سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل 




د بلینکن په خبره، موږ به په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړو.


د راپور له مخې دواړو وزیرانو همدارنګه په سوریه کې د ثبات د رامنځ ته کولو پرمهم اړخ او د دې هیواد په شمال کې د امریکا له ملاتړه د برخمنو کرد وسله والو او د ترکیې له ملاتړه برخمنو یاغیانو ترمنځ د نښتو پرموضوع تمرکز کړی و.


د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان له غونډې وروسته وویل، د ترکیې لپاره لومړیتوب د سوریې ثبات دی.


 د هغه په خبره، هرڅومره ژر چې کیدای شي په دې هیواد کې ثبات ټینګ شي څو هلته د تروریزم د پراختیا مخه ونیول شي.


فیدان وړاندې ویلي، باید اجازه ورنکړل شي چې د اسلامي دولت ډله یا داعش او د کردستان پي کي کې نفوذ ولري.


ښاغلي فیدان زیاته کړه، موږ په دې اړه چې څه کولی شو؟ زموږ ګډې اندیښنې څه دي؟ او زموږ ګډې حل لارې باید څه وي؟ په تفصیل خبرې وکړې.  


د ناټو متحدینو واشنګټن او انقرې د سوریې د ۱۳ کلنې کورنۍ جګړې په جریان کې د یاغیانو ملاتړ وکړ، خو د دوی ګټې د دغو یاغې ډلو له ډلې د یوې، د کردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیک ځواکونو پر سر ټکر شوې دي.


د سوریې ډیموکراتیک ځواکونه SDF د اسلامي دولت ډلې د وسله والو پر وړاندې د امریکا د ایتلاف اصلي متحدین دي.


 انقره د خلکو د ساتنې د واحدونو (YPG) په نوم دغه ځواکونه د کردستان د کارګرانو ګوند (PKK) په وسله والې ډلې پورې تړي چې ترکیې هغه په هیواد کې غیرقاني اعلان کړې ده.


دې ډله له څلویښتو کلونو راهیسې د دې هیواد د حکومت په وړاندې وسله واله مبارزه مخ ته کړی دی.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې پرون پنجشنبې ناوخته د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان کتلي و، ویلي و، د اسد رژیم له نسکورېدو وروسته ترکیه او امریکا د سوریې په اړه پراخ توافق لري.


د رویترز د راپور له مخې د روانې اونۍ په پیل کې، د ترکیې له ملاتړه برخمنو ځواکونو د سوریې شمالي ښار منبیج د امریکا له ملاتړو ځواکونو SDF څخه ونیو.


دې ځواکونو وروسته د فرات سیند ختیځ پرلورحرکت وکړ.


 د سوریې د اپوزیسیون یوې سرچینې دې اژانس ته وویل، امریکا او ترکیه له سیمې د ځواکونو د وتلو په اړه یوې موافقې ته رسیدلي.


خو د دې چارواکي په خبره، بلینکن او فیدان په خبرو کې دې توافق ته اشاره و نه کړه چې د ترکیې او امریکا د ملاتړو ډلو SDF او SDF ترمنځ دې کومه موافقه شوې وي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus