Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي هیوادونه: طالبان دې له بشري حقونو سیستماتیکې سرغړونې ودروي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۱ غړو هیوادونو په ګډون ١٤ هېوادونو په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د طالبانو وروستۍ کړنې وغندلې.


امریکا، بریتانیا، فرانسې، اکوادور، جاپان، مالتا، ډنمارک، یونان، پاناما، سریلانکا، ګیانا، سویس، سلوانیا او سویلي کوریا د پنجشنبې په ورځ ناوخته د افغانستان په اړه د امنیت شورا د غونډې په څنډه کې په یوې ګډه اعلامیه کې یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره د بشري حقونو سیستماتیکې سرغړونې پای ته ورسوي.


دوی ټینګار وکړ چې دا کړنې دې د جنسیتي ځورونې په توګه تعبیر شي او باید ودرول شي.


په ملګرو ملتونو کې د امريکا د متحده ايالاتو د دايمي استازي مرستيالې ډوروتي کاميل شي، چې دا ګډه اعلاميه يې ولوستله، زياته کړه: 


 




د نوموړې په خبره، دا ډول ناوړه ګټه اخیستنې بايد پای ته ورسېږي او طالبان بايد د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې، د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعيض د له منځه وړلو کنوانسيون، د ماشومانو د حقونو کنوانسيون او د امنیت شورا د ټولو اړوندو پرېکړه ليکونو مکلفيتونو ته درناوی وکړي. 


په دغه ګډه اعلامیه کې د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو، پوهنتونونو او په نا دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ته اشاره شوې او ویل شوي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون تصویب او په طبي انسټیټیوټونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز دې هیواد کې له نورو اندیښنو څخه دي. 


دوی ټینګار کړی چې د عامه ژوند په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو بشپړ، برابر، معني لرونکی او خوندي ګډون اړین دی.


په ورته وخت کې د رواداري په نوم د بشري حقونو سازمان مشرې او د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمیسیون پخوانۍ مسولې شهرزاد اکبر ازادي راډیو ته وویل، نړۍ اوس دې نتیجې ته رسېدلې چې له طالبانو سره ښکېلتیا بې ګټې ده.


د هغې په خبره، "د زده کړې او کار نه شتون او د ښځو پر تګ راتګ محدودیتونه د هغوی پر اقتصاد او راتلونکې اغیز لري، او نړۍ دې پایلې ته رسیدلې چې له طالبانو سره تعامل بې ګټې دی او سرغړونې دوام لري، نو مرستې او پاملرنه به کمه شي".


د هغې په خبره، که مرستې کمې شي د ښځو او د نورو ټولو افغانانو وضعیت به خراب شي او له بده مرغه طالبان د خپلو دغو سیاستونو په پلي کولو سره، په داسې لار روان دي چې د افغانستان د انزوا لامل کیږي.


 


د طالبانو حکومت، تر اوسه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دې ګډې اعلامیې په اړه څه نه دي ویلي، خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد تر دې وړاندې په افغانستان کې کورنیو رسنیو ته ویلي وو چې د دوی د سرپرست حکومت د استازي له ګډون پرته به د دې غونډې پریکړې " عقده يي او له واقعیت لرې " وي.


د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي دي، هغه ادعا چې نړیوالې ټولنې او افغانانو ته د منلو وړ نه ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus