د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مجمع ائتلاف په نوم د طالبانو حکومت د مخالفينو د نوي ائتلاف د جوړېدو له اعلانه يوه ورځ وروسته يو شمېر افغانانو، سياسي کارپوهانو او د بشري حقونو فعالانو د دغه ايتلاف پر جوړېدو غبرګون ښودلی دی.
یو شمېر افغانان وايي، ځینې څېرې چې په دې مجمع کې حضور لري، خلکو ته د باور وړ نه دي.
د غور ولایت اوسېدونکي حمیدالله په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "فکر نه کوم چې افغانان به بیا په هغو باور وکړي او وشي کولی د افغانانو باور ترلاسه کړي، ځکه کله چې دوی په واک کې وو، له خپلې کورنۍ او قوم څخه تېر نهشول، اصلاً ملي روحیه یې نه درلوده، په ټوله کې د افغانستان ملت له دوی څخه کرکه کوي."
په پاکستان کې یوه افغان کډواله ناهید سادات هم ورته نظر لري او وايي: "په دې خلکو مې باور له منځه تللی، ځکه ټول يې د غصبولو تږي وو او یوازې د خپلو موخو په فکر کې وو، زمونږ هیلې له منځه تللي، افغانستان ٢٠ کاله شا ته ولاړ، ځکه زمونږ هغه لاسته راوړنې او هغه ځای ته چې مونږ ښځې رسېدلي و بیرته په شا ولاړو، نور په دې خلکو باور ستونزمن دی."
خو یو شمېر سیاسي کارپوهان بیا په دې باور دي چې دغه ملي مجمع به په هغه قوي ملاتړ چې لري، وشي کولای د افغانستان اوسنۍ ستونزې ته د حل لاره ومومي.
د سیاسي چارو یوه شنونکي صفيالله عزیزي ازادي راډيو ته وویل: "دوی غواړي د سولې او خبرو اترو له لارې ستونزې حل کړي، که دوی د جګړې له لارې مخ ته راتلل، نو موږ به د دې اقدام مخالف وو، اوس هر څوک چې د سولې له لارې د افغانستان ستونزې حلوي او یوه مجمع جوړوي دا یو ښه اقدام دی."
خو د بشري حقونو د فعالانو ټولنې غړی فهیم فرواک بیا په دې اړه جلا نظر لري.
فرواک وویل: "یوه ټکي ته باید اشاره وکړو چې د خلکو غیرمعمولي وضعیت یو لړ عملي اقداماتو ته اړتیا لري او هر هغه بهیر چې د خپلو پروګرامونو بیا کتنه کوي، یا یو پروګرام له سره پیلوي، باید یو لړ عملي پلانونه ولري، موږ یوازې د نوم په بدلولو سره پایله نهشو ترلاسه کولای."
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ۳۲ جهادي ګوندونو او سیاسي بهیرونو له افغانستانه بهر د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مجمعې په نوم خپل موجودیت اعلان کړی دی.
غړي یې وايي، د دې مجمعې د جوړولو موخه د خبر اترو له لارې له روان وضعیت څخه د افغانستان ژغورل دي.
پخواني جهادي مشر او د افغانستان د ژغورنې ملي مجمعې غړي عبدالرب رسول سیاف د جمعې په ورځ د دې مجمعې د اعلان په آنلاین مجلس کې په خپلې وینا کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د خلکو د حکومت په جوړولو کې مرسته وکړي.
د دغه مجمعې د اعلامیې له مخې، په دې مجمع کې د صلاحالدین رباني، محمد کریم خلیلي، عبدالرشید دوستم، محمد محقق، سرور دانش، رحمتالله نبیل او احمد مسعود په ګډون یو شمېر جهادي او سیاسي څېرې حضور لري.
د طالبانو حکومت بیا تر دې مخکې ویلي چې پخواني سیاسي شخصیتونه د افغانستان د خلکو لپاره ازمویل شوي دي.
د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع په داسې حال کې جوړه شوې چې یو شمېر خلک په ځانګړې توګه ښځې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان له وضعیته شکایت کوي او د وضعیت د ښه کېدو غوښتونکي دي، خو وايي، له نړیوالې ټولنې غواړي چې په دې برخه کې اغېزمن اقدام وکړي.