Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ريچارډ بېنيټ: په طبي مؤسسو کې د نجونو پر زده‌کړو بنديز به په ټول نفوس ویجاړونکی اغېز ولري

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، په طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز په غبرګون کې ویلي، دا د نه توجیه وړ اعلان به په ټول نفوس ویجاړونکی اغېز ولري.


د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي، دا بندیز د روغتیا، زده‌‌کړې او کار په برخه کې د نجونو او ښځو حقونو لا نقضوي.


ریچارد بېنيټ نن د (دسمبر په ۵مه) نېټه په خپله ایکس‌‌پاڼه (پخواني تويټر) کې په‌‌دې اړه د خواشینۍ په څرګندولو سره ویلي، که دا د نه توجیه وړ اعلان عملي شي، په ټول نفوس به ویجاړونکی اغېز ولري او باید بېرته واخیستل شي.


په ورته وخت کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې ویلي، د طالبانو له‌خوا د ښځو د طبي زده‌‌کړو ځنډول نه یوازې دا چې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو او زده‌‌کړو مخه نیسي، بلکې د بې‌شمېره خلکو ژوند اغېزمنوي.


مېرمن انالینا بیربوک د چهارشنبې په ورځ ناوخته په خپله ایکس‌‌پاڼه (پخواني تويټر) کې لیکلي، د قابله‌ګۍ برخې د زده‌کړو په منع کولو سره، طالبان په حقیقت کې د افغانستان راتلونکی له‌منځه وړي.




د طالبانو دې بندیز په لوړه کچه نړیوال او کورني غبرګونونه راپارولي دي.


د طبي انسټیټیوټونو محصلینې وايي، د دې خبر په اورېدو سختې اغېزمنې شوي او نور یې په باور دې برخه کې یوازې غندنې او غبرګونونه بسنه نه‌‌کوي.


د نرسنګ رشتې یوه محصله سبرینا سادات وايي: "په واقعیت سره دا ډېره سخته تمامه شوه او یوه ډېره وحشتناکه ورځ وه، کله چې موږ ته وویل شو نور نه‌شئ کولای خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړئ، خو افغان ولس په هرې برخې په ځانګړې توګه طبي رشته کې اناث طبقې ته اړتیا لري، غوښتنه مې دا ده چې نور زموږ په احساساتو ملنډې مه وهئ."




د یو بل طبي انسټیټیوټ محصله چې نه‌‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل: "دوی هسې خبرې کوي خو هیڅ عمل نه‌شته، که په‌‌دې رقم څه کېده اوس به ښوونځي او پوهنتونونه خلاص وو، موږ تر دې حده خپه او شوکه یو چې د هیڅ شي تمه نه‌ده پاتې."


د ملګروملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) هم د چهارشنبې په ورځ د طالبانو حکومت په اړه په یوې اعلامیه کې د طالبانو حکومت دا اقدام په افغانستان کې د ښځو او نجونو په حقونو یو بل ویجاړونکی ګوزار بللی او زیاته کړې يې ده چې، د افغانستان د روغتیايي سیسټم راتلونکی د نارینه او ښځینه طبي متخصصینو په بشپړ ګډون پورې اړه لري.


افغانستان لپاره د سویډن کمېټې هم د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، پرته له‌‌‌دې چې ښځینه روغتیايي متخصصین وروزل شي، د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابله‌‌ګانو لا د مخه جدي کمښت به لا پسې خراب شي، چې د بې‌شمېره مېرمنو او ماشومانو روغتیا او بقا به له ګواښ سره مخامخ کړي.




طالبانو د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د دوی د مشر ملاهبت‌الله اخندزاده د یو فرمان پر بنسټ چې لا يې په رسمي توګه تایید کړی نه‌‌‌دی، په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ د طبي انسټیټوټونو دروازې وتړلې.


د خپرو شویو شمېرو له‌‌مخې په ټول افغانستان کې ۱۶۴ طبي خصوصي انسټیټوتونه او ۱۰ دولتي طبي انسټیټوتونو فعالیت کاوه، چې په دغو انسټیټوتونو کې د شمېر ډېره کچه یې ښځینه محصلینو او استادانو جوړوله.


د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګیو پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع کړې او ورسته یې بیا پوهنتونو ته هم د دوی په تګ بندیز ولګاوه، چې زیات‌شمېر دغو نجونو بیا خپلو هیلو ته د رسېدو په موخه په طبي انسټیټوتونو کې د قابله‌ګۍ، فارمسۍ، لابراتوار، فزیوتراپۍ، نرسنګ،او د غاښونو جوړولو په برخو کې زده‌کړې پیل کړې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus