د کابل اوسېدونکې او د شپږم ټولګي زدهکوونکې هديه وايي، نن يې د کلنيو ازموينو وروستۍ ازموينه ورکړې ده.
نوموړې وویل، له ازموينې وروسته په ډېرې ناهیلۍ بېرته کور ته تللې، ځکه د خپل برخليک په اړه چې کال ته به اووم ټولګي کې کېني کهنه، نه پوهېږي او وېره لري چې دا يې د ټولګي نه، بلکې د ښوونځي او زدهکړو وروستۍ ازموینه نهشي.
هغه وايي: "نن مو د ښوونځي د ازموينې وروستۍ ورځ وه، ټولو ټولګيوالو مې ژړل، ډېر خفه وو چې خداى د نه کړي چې دا ورځ مو د ښوونځي وروستۍ ورځ شي، په رېږدېدونکو لاسونو مو ازموينې ورکړې، زما خور پروسږ کال شپږم ټولګي کې وه، سږ کال ټول کال کور کې وه، زه وېرېږم چې د خور غوندې مې زه هم له ښوونځي پاتې شي."
هدیه هيله لري چې دا او ټولګیوال یې کال ته اووم ټولګى پيل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د افغانستان په سړو سیمو کې له څلورم تر دولسم ټولګي پورې د زدهکوونکو د کلنیو ازموینو وروستۍ ورځ ده.
دا ازموینې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د اعلان پر بنسټ، د لیندۍ یا قوس پر لومړۍ نېټه پیل شوې وې.
د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د ازموینو په اړه د ښوونځیو مسوولانو ته سپارښتنه کړې وه چې د ازموینو پر مهال دې "قوانینو او مقرراتو" ته درناوی وکړي.
واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، دوی له شپږم ټولګي پورته نجونو له زدهکړو راګرځولې دي.
يوه بله زدهکوونکې چې د نوم له ښودلو ډډه کوي، وايي: "نن مو د ښوونځي د ازموينې وروستۍ ورځ وه، هېڅ مې زړه نه کېده چې ازموينه ورکړم، په دې چې کال ته ښوونځي ته نهشم راتلاى، کاش چې همدا شپږم ټولګی مو هېڅ خلاص شوى، ټوله شپه مې ژړلي."
د کابل او هرات په ښوونځيو کې دوو ښوونکو چې د موضوع د حساسيت له امله يې د نوم له ښودلو ډډه کوله، ازادي راډيو ته د خپلو د ښوونځیو د ننني وضعیت په اړه نظرونه شریک کړي دي.
د کابل یوې ښوونکې وویل: "نن د نجونو د شپږمو ټولګيو د زدهکړو اخره ورځ وه او ډېرې خواشينې وې، ځکه نهشي کوى نور ښوونځي ته راشي او زموږ لپاره هم ډېره د خواشينۍ خبره وه چې خپلې زدهکوونکې مو رخصت کړې."
د هرات یوه ښوونکې وايي: "لکه څنګه چې نن د کلنیو ازموينو اخره ورځ وه، هغه زدهکوونکې چې اووم ټولګي ته لاړې او د دوى د زدهکړو اخر کال وو، خفګان د دوى په سترګو کې له ورايه ښکارېده، ځکه دا امېد يې نه وو چې کال ته به ښوونځي ته راشي که نه، طبعاً ژړل يې هم او ډېر زيات د خفګان حالت کې وې."
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت نجونې پوهنتونونو کې له لوړو زدهکړو هم منع کړي او تازه یې د د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ خپل مشر ملاهبتالله اخندزاده د یو فرمان پر بنسټ چې لا يې په رسمي توګه تایید کړی نهدی، په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ د طبي انسټېټیوټونو دروازې وتړلې.
د طالبانو دې بندیزونو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي، خو ښکاري چې دې نیوکو لا د طالبانو په پرېکړو کوم اغېز نهدی کړی.
افغان نجوني له نړیوالې ټولنې غواړي، په طالبانو فشار راوړي چې د زدهکړو حق یې ورکړي.