رویټرز اژانس خبر ورکړ چې، د سوریې د حماه ښار په لمنو کې د تېرې شپې درنې بمبارۍ، حکومت مخالفه یاغیان مجبوره کړل چې، د ښار له څنډو په شا شي.
یاغیانو د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د سوریې په شمال کې پراخې سیمې لاندې کړې دي، دوی توانېدلې دي چې د سوریې دوهم ستر ښار حلب ونیسي او د سهشنبې په ورځ د حماه ښار تر څو کیلومترۍ پورې ورسېدل.
د اسلامپالو په مشرۍ د یاغیانو پرمختګ د سوریې د ولسشمر بشارالاسد ملاتړیو او متحدانو ته اندېښنې پيدا کړې دي.
ایران د سهشنبې په ورځ وویل، که چېرته غوښتنه ترې وشي سوریې ته به پوځیان واستوي، روسیې بیا ویلي دي چې، پر سوریې به د ترهګرو یرغل ژر تر ژره ختم شي.
رویټرز اژانس د یوشمېر سیمهییزو سرچينو په وینا دا خبر را اخیستی دی چې، ایران پلوه عراقي وسلهوال بیا سوریې ته داخل شوې دي او دغه وسلهوال د پلازمېنې دمشق په شاوخوا پوستو او ختیځ کې دیرالزور سیمه کې د بشارالاسد د ځواکونو په ملاتړ هڅې پيل کړې دي.
دولتي رسنۍ او د سوریې د بشري حقونو د څار ډله چې په بریتانیا کې مېشته ده، د زینالعابدین غره په سیمه کې د سختې جګړې خبر ورکوي.
دا غر د حماه د شمال ختیځ په پنځه کیلومترۍ کې پروت دی او لهدې لوړې د ښار تقریبا ټولې مهمې لارې ښکاري.
په سیمه کې د ابو القعقاع په نوم د یاغیانو یوه قوماندان وویل، د دښمن درنې بمبارۍ موږ مجبوره کړو چې څه په شا شو.
د یاغیانو یوې بلې سرچینې ویلي دي چې، د زینالعابدین غره د نه نیولو له امله د حماه په لور د دوی په پرمختګ کې خنډ رامنځته شوی دی.
د یاغیانو او پوځ سرچینو ویلي دي، ایران پلوه ملېشه ډلو په حماه کې د پوځیانو له لومړۍ کرښې سره مرسته کړې ده.
د سوریې د دولتي ټلوېزیون په وینا اضافي ملاتړي ځواکونه د سهشنبې په ورځ سیمې ته رسېدلې دي.
د روسیې او د سوریې د حکومت له لورې په شماللوېدیځو سیمو کې بمبارۍ په وروستیو ورځو کې زیاتې شوې دي او په حلب او ادلیب کې روغتیایي مرکزونو او ژغورونکو ویلي دي چې، الوتکو د استوګنې سیمې په نښه کړې دي.
رویټرز اژانس څرګندوي، تر اوسه پهدې تړاو د سوریې د حکومت چارواکو په نظر اخیستو نهدی بریالی شوی، خو دمشق د ورته ادعاو په اړه مخکې هم ډېر لږ نظر څرګند کړی دی او پخوا یې داسې ویلي و چې حکومتي ځواکونه ملکیان نه په نښه کوي.