Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان کې د پولیو د نویو پېښو ثبتېدل؛ افغان کورنۍ کور په کور د پولیو ضد واکسین تطبیق غواړي

د روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبليوایچ‌او" په داسې حال کې په افغانستان کې د پولیو د دوو تازه پېښو د ثبت خبر ورکړی چې تر جوماتونو د واکسین د تطبیق د محدوديت له امله د دې ناروغۍ د مثبتو پېښو د ډېرېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

دې سازمان د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې دغه نوې پېښې تېره اوونۍ په هلمند او ارزګان ولایتونو کې ثبت شوي دي.

خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په روان کال کې په افغانستان کې د پولیو هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

په همدې حال کې یو شمېر کورنۍ اندېښمنې دي چې که د واکسين تطبيق په همدې توګه روان وي، د دوی ماشومان به له واکسین څخه پاتې او د پولیو مثبتې پېښې په افغانستان کې زیاتې شي.

د کابل یو اوسېدونکي عزیز د سې‌شنبې په ورځ د ازادی راډيو ته وویل: "د پولیو د واکسین کمپاین په جوماتونو کې خلکو ته ډېرې ستونزې پیدا کړي دي. که کمپاین کور په کور وي، هم کورنیو ته اسانه دی او هم هېڅ ماشوم له واکسین څخه نه پاتې کېږي."

د کابل یو بل اوسېدونکی صفت‌الله وايي: "کور په کور کمپاین ښه و، هر چاته رسېدنه کېده، اوس خلک ساعتونه په تمه وي، هوا سړه ده او ډېرې ستونزې رامنځته کېږي. که دا ډول حالت روان وي، ډېر ماشومان به له واکسین څخه بې برخې شي."

تر دې وړاندې واکسیناتوران کور په کور ګرځېدل او ماشومان به یې د پولیو ناروغۍ پر وړاندې واکسین کول.

خو د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې راغلي چې د طالبانو حکومت کور په کور د واکسین د تطبیق چاره بنده کړې او پر ځای یې په جوماتونو کې د واکسین تطبیق ته لومړیتوب ورکړی دی.

کابل ښار کې یو واکسیناتور، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې یاد شي، وویل: "کور په کور د واکسین تطبیق زموږ لپاره هم اسانه و. له ګڼې ګوڼې مخنیوی کېده او موږ په آرامۍ سره ټولو ته رسېدنه کولی شوه."

بلخوا ډاکتران سپارښتنه کوي چې د واکسین له لارې د پولیو ناروغۍ په وړاندې رامنځته شوې ساتندویه کړۍ د یو کس په واکسین نه کولو سره له منځه تللی شي.

د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر سید فریدشاه آزادي راډيو ته وویل: "په هغو هېوادونو کې چې پولیو لا هم ختم شوی نه دی، د پولیو واکسین تطبیق یو ضروري امر دی، باید په دې برخه کې جدي پام وشي."

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، د روان کال له پیل څخه تراوسه د پوليو ۸۱ پېښې ثبت شوي چې ۲۵ یې په افغانستان او ۵۶ یې په پاکستان کې دي.

په ورته وخت کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د معلولیت لرونکو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د مغزي فلچ د پېښو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغې کمېټې ویلي چې په افغانستان کې د محدودو منابعو او روغتیايي متخصصینو د کموالي له امله ډېر ماشومان د دې ناروغۍ له امله زیانمن شوي، په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې چې د هغوی لپاره تخصصي مراقبت ته لاسرسی لا هم یوه ستره ستونزه ده.

مغزي فلج یوه داسې ناروغي ده چې د ماشومتوب په دوره کې د مغز د غیرنورمال ودې یا زیان له امله پیدا کېږي چې په خوځښت، د عضلاتو کنټرول او د بدن په حالت باندې دایمي اغېزې لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus