د طالبانو د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ازبکستان ته د سفر پر مهال د ازبکستان د صدراعظم له مرستیال عبدالله عارفوف سره وکتل.
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن یکشنبه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې، حنفي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او کلتوري اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
فطرت زياته کړه، چې د ازبکستان صدراعظم د افغانستان د کانونو د استخراج او د سوداګريزو توکو د ټرانزیت په برخه کې د خپل هېواد لېوالتيا څرګنده کړه.
مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د دوی یو هیئت پرون شنبه ازبکستان ته لاړ.
ازبکستان د ګوتو په شمېر هېوادونو له ډلې دی، چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او په تلې/ میزان میاشت کې یې عبدالغفار بحر په تاشکند کې د طالبانو د سفیر په توګه ومانه.
د افغانستان لپاره د ازبکستان نوی سفیر ایبک عثمانوف د لړم/عقرب میاشتې په لومړیو کې کابل ته ورسېد او د لړم پر ۳۰مه یې خپل باورلیک د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته وسپاره.