Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د سوریې د بشري حقونو څار یو بنسټ: افراطي یاغیانو د حلب پر اکثریت برخو ولکه تینګه کړه

د سوریې د بشري حقونو څار یو بنسټ وايي، افراطي یاغیانو د حلب ښار پر اکثریت برخو ولکه تینګه کړه.


له څو کلنې وقفې وروسته د سوریې له ځینو ښارونو د تازه نښتو او ځینو ساحو ته د افراطي وسله‌والو د ننوتلو خبرونه ورکړل شوي دي.


په بریتانیا کې دېره د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ نن شنبه ویلي چې افراطي یاغیان اوس د حلب ښار پر اکثریت برخو ولکه لري.


دغه بنسټ له ۲۰۱۶م کال وروسته د حلب پر بندرونو د لومړي وار لپاره د روسیې د هوايي حملو خبر ورکړی دی.


د سوریې د یاغیانو د ډلو مشري د هیئت تحریر شام په نوم یو افراطي سازمان کوي.


د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ وايي: "هیئت تحریر شام او متحدو فرقو یې په حلب کې پر اکثریت ساحو، دولتي مرکزونو او زندانونو ولکه ټینګه کړې ده."


د دغه بنسټ په وینا، د حلب والي او امنیتي قوماندان د ښار له مرکزه وتلي او دولتي ځواکونه هم د ښار څنډو ته وتلي دي.


د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ وايي، د دغو یاغي وسلوالو د مخکې تګ د مخنیوي لپاره روسیې چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد عمده متحده ګڼل کېږي، تېره شپه پر دغه ښار له ۲۰۱۶م کال راوروسته خپلې لومړۍ هوايي حملې بیا پیل کړې.


د یاغیانو دغه عملیات د سوریې په کورنۍ جګړه کې د پام وړ زیاتوالی ښيي، دغه جګړه په ۲۰۱۱م کال کې پیل شوې چې په وروستیو کې د جګړې لومړۍ کرښې نسبتاً ارامې وې.


هیئت تحریر شام د سوریې په شمال لوېدیځ کې د وسلوالو یاغیانو یوه ځواکمنه ډله ګڼل کېږي.


د سوریې په شمال لوېدیځ کې دا تازه جګړه تېره چهارشنبه پیل شوه او د حکومت د اپوزیسیون متحدو ډلو د دولتي ځواکونو په وړاندې وسله پورته کړه.




ملګري ملتونه وايي، د جګړو له پیل سره شاوخوا ۱۴۰۰۰ کسان له خپلو مېنو کډې کولو ته اړ شوي دي.


د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ وايي، په دغو جګړو کې ټولټال ۳۰۱ کسان وژل شوي چې ۲۸ تنه یې ملکیان دي.


د سوریې د اپوزیسیون ډلو تېره چهارشنبه د خپلو پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکړ او ویې ویل چې دغه عملیات د سوریې ولسمشر، بشارالاسد ته د وفادارو ځواکونو د توغندیو د تازه حملو په ځواب کې شوي چې تر ډېره یې ملکي ساحې په نښه کړې دي.


د سوریې ولسمشر بشارالاسد چې روسیه او ایران یې ملاتړي دي، په تېرو کلونو کې توانېدلی چې له یاغیانو د دغه هېواد پر دوه پر درېیمه برخه کنټرول وساتي.


د سوریې بل ښار ادلب چې د حلب ښار په جنوب لوېدیځ کې پروت دی، په جګړه ځپلې سوریه کې د یاغیانو عمده مرکز ګڼل کېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus