Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

له افغانستانه بهر د هنر ساتنې هڅې؛ محمدي: هنر کولای شي د بې عدالتۍ پر وړاندې د مبارزې نړیواله ژبه وي

افغان انځورګره ربابه محمدي په دې باور ده چې هنر کولای شي د بې عدالتۍ پر وړاندې د مبارزې نړیواله ژبه وي.

افغان انځورګره ربابه محمدي له داسې یوه فزیکي معلولیت سره زېږېدلی چې لاسونه او پښې یې بشپړ فعالیت نه‌لري، خو بیا هم د خپلې خولې په کارولو سره نقاشي کوي او د پام وړ هنري اثار جوړوي.

هغې ازادي راډيو ته وویل چې د فزیکي معلولیت له امله یې ونه‌شو کولای د خپل عمر د نورو کسانو په څېر ښوونځي ته ولاړه شي، خو دا د ده لپاره د لارې پای نه و.

نوموړې وايي: "زه ځکه په خوله نقاشي کوم چې نه‌شم کولای، له لاسونو او پښو نه مې کار واخلم، ګرځېدلې نه‌شم، ليک او لوست مې په کور کې زده‌کړی. ډېره مې هیله درلوده چې ښوونځي ته ولاړه شم، خو ونه‌شو. ډېر یوازېتوب مې تېر کړ تر هغه چې قلم مې په خوله واخیست او له کلونو راهیسې په خوله هم نقاشي کوم او هم لیکل."

ربابي محمدي د خپلو اثارو له لارې د هغو ښځو هیلې تعریفوي چې د تاوتریخوالي، تبعیض او نابرابرۍ له امله اغېزمنې شوي.

هغه زیاتوي: "له کله نه چې کاناډا ته راغلې یم، د ښځو په اړه مې دوه نقاشۍ کړي. یوه نجلۍ د کتاب په منځ کې او دوه نجونې چې هیله یې څرګنده کړې چې زده‌کړه وکړي او د فراغت خولۍ واغوندي، هغې نجلۍ چې دا هیله کړې چادري یې اغوستې او ځان یې پټ کړی دی."

هغې ازادي راډيو ته وویل چې هڅه یې کړې هره نقاشۍ یې د هیلې، مقاومت او د ښځو د مساوي حقونو لپاره د مبارزې پیغام ولري.

هغه د ښځو پر زده‌کړو او کار د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې سره زیاته کړه چې دا ممکنه نه ده چې ښځې له ټولنې حذف شي.

اغلې محمدي زیاته کړه: "تر ټولو نوې نقاشي مې د یوې نجلۍ انځور دی چې د کتاب په منځ کې ناسته ده، هغه کتاب ډېر زوړ ښکاري، داسې برېښي چې د څو سوه کلونو مخکې کتاب دی او هغه نجلۍ یې چې په منځ کې ناسته ده، کلتوري جامې يې اغوستي. زوړ کتاب د دې ښکارندويي کوي چې ښځه له تاریخ څخه نشي حذفېدای او تجربه او علم یې ښيي."

د ډېرو نورو هنرمندانو او فعالانو په څېر ربابې محمدي هم د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته افغانستان پرېښود او اوس په کاناډا کې ژوند کوي.

نوموړې وايي، د خپل هنر له لارې به د هغو افغان مېرمنو لپاره مبارزې ته دوام ورکړي چې د طالبانو په واکمنۍ کې له درېیو کلونو راهیسې له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي.

هغه زیاتوي: "زه ډېرې برنامې لرم، غواړم د کاناډا په ټورنټو ښار کې د نقاشۍ نندارتون جوړ کړم، هغه نقاشي چې نندارې ته وړاندې کېږي، د ښځو په اړه دي، هغه مېرمنې چې هیلې یې تر پښو لاندې شوي، حقونه یې له پامه غورځول شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته د ښوونځي له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار د بندیزونو لګولو سربېره د هنر په برخه کې هم ګڼ شمېر محدودیتونه وضع کړل.

یو له دغو بندیزونو څخه د ساه لرونکو شیانو پر نقاشۍ او آن د ژوندیو شیانو د انځورونو په خپرولو بندیز دی.

د روان کال په اګست میاشت کې د طالبانو حکومت د "امر بامعروف او نهی عن‌المنکر" په نوم یو نوی قانون اعلان کړ چې د دغه قانون په ۱۷ ماده کې د ژوندي موجوداتو د عکسونو پر اخیستل او خپرول محدودیت وضع شوی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus