امریکا پر ټایوان د الوتکو، رادار پرزو او ارتباطاتو د تجهیزاتو د خرڅلاو قرارداد تصویب کړ
د امریکا د دفاع وزارت د همکارۍ ادارې (DSCA) پرون ویلي چې په دغه قرارداد کې د ایف۱۶ F-16 ډوله جټ الوتکو او رادار دستګاوو د هغو پرزو خرڅلاو شامل دی چې دا مهال د امریکا په پوځي تحویلخانو کې شته.
که څه هم واشنګټن له ټایوان سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري، خو بیا هم د دغه ټاپو عمده ملاتړی او د وسلو تر ټولو لوی برابروونکی ګڼل کېږي.