Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

يوناما له نشه‌يي توکو سره د مبارزې کاري ډله جوړه کړې؛ اغېز به يې څه وي؟

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) له مخدره موادو سره د مبارزې د کاري ډلې غونډه په کابل کې پرانیسته.


يوناما نن په یوه خبرپاڼه کې له مخدر موادو سره د مبارزې د کاري ډلې په اړه څرګنده کړه چې، د دې کاري ډلې طرحه د ملګروملتونو امنیت شورا ته د وړاندې شوې خپلواکې ارزونې د وړاندیز پر بنسټ وه، چې د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره د دې هېواد د خلکو په ګټه د ښکېلتیا یو لا منسجم او همغږی بهیر تعقیب کړي.


یوناما په خبرپاڼه کې لیکلي دي چې، د ملګروملتونونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا په کابل کې له نننۍ انلاین غونډې وروسته وویل، د نشه‌يي موادو پر وړاندې مبارزه د افغانستان لپاره یوه مهمه موضوع ده، چې هم پر کلیوالي سیمو او هم د سیمې پر سوله او ثبات اغېز کوي.


یوناما د کاري ډلې غونډه یوه ورځ وروسته تر دې پرانیسته چې، له جرمونو او مخدر موادو سره د ملګروملتونو د مبارزې ادارې وویل، په افغانستان کې د دوه زره څلرویشتم کال په ترڅ کې د تریاکو تولید د وړم کال په پرتله دېرش په سلو کې زیات شوی دی.


د دې ادارې په وینا سږکال په افغانستان کې ۴۳۳ ټنه اپيوم تولید شوي دي.




د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ملګروملتونو له جرمونو او مخدر موادو سره د مبارزې دا راپور د تریاکو د تولید د زیاتېدو په برخه کې رد کړ.


د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه بیان کې پرون وویل، د دوی د ارزونو له‌‌مخې د تېر یوه کال په ترڅ کې په افغانستان کې د مخدر موادو په تولید کې د پام وړ کمی راغلی دی.


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په ورته وخت کې پر نړیوالې ټولنې انتقاد کړی دی چې له نشه‌يي توکو سره په مبارزه کې یې دوی یوازې پرېښې دي.


د دوحې درېيمه غونډه د ملګروملتونو په کوربه‌توب د افغانستان لپاره د یوشمېر هېوادونو د ځانګړو استازو او د یوشمېر نړیوالو استازو په ګډون د جون په ۳۰ او د جولای په اول جوړه شوې وه.




په‌‌دې غونډه کې د افغانستان د بانکي سکټور د ستونزو، نشه‌‌‌‌يي توکو سره د مبارزې او د خصوصي سګټور د پیاوړتیا په اړوند مسایلو خبرې او بحثونه شوي وو.


مخکې ملګروملتونو ویلي و چې، پکار دي د دوحې۳ له بحثونو وروسته په‌‌دې تړاو په کابل کې له ډیپلوماتیکو کړیو سره د خبرتيا او پوهاوي غونډې جوړې شي او د دغو غونډو په تعقیب به د دوحې۳ غونډې بحث شوي مسایل د طالبانو د حکومت او ملګروملتونو له‌خوا په ګډه تعقیب شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus