Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په پاکستان کې د فرقه‌يي شخړو د مرګ‌ژوبلې لاملونه څه‌دي؟

د پاکستان شمال لوېدیځ له لسیزو راهیسې د پراخ فرقه‌يي تاوتریخوالو شاهد دی.


د پاکستان د خیبرپښتونخوا په کورمه سیمه کې د نومبر له ۲۱مې تر ۲۳مې پورې د شیعه او سني ډلو ترمنځ په تازه شخړو کې تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.


دغه نښتې له هغې وروسته پیل شوې چې، د نومبر پر ۲۱مه په یاده سیمه کې د نامعلو کسانو له لوري پر مسافر وړونکو موټر خونړی برید وشو چې له کبله یې ۴۰ شعیه‌‌ګان ووژل شول.


د دواړو خواو ترمنځ دغه شخړه د پاکستان د دولت په منځ‌ګړیتوب ۷ ورځني اوربند سره د نومبر په ۲۴مه پای ته ورسېده.


پاکستان له هغو هېوادونو څخه دی، چې اکثریت وګړي یې سني دي، خو په‌‌دې هېواد کې شیعه اقلیت هم اوسیږي چې یوه برخه یې کورمه او شاوخوا سیمه کې ځايي پښتانه قبایل دي.


د خیبرپښتونخوا په کورمه کې د بېلابېلو قبایلو ترمنځ له لسیزو راهيسې شخړې پېښیږي چې، په تودو جګړو اوړي.


د دې شخړو ډېرې یې د ځمکو پر سر وي او په څو لسیزو کې په‌کې زرګونه کسان وژل شوي دي.


د راپورونو په بنسټ یوازې د روان کال د جولای میاشتې راهیسې له ۲۰۰ څخه ډېر کسان په دغه شخړو کې وژل شوي.




کارپوهان وايي، په‌‌دې سیمه کې د شیعه او سني وسله‌‌والو ډلو په راڅرګندېدو سره فرقه‌یي تاوتریخوالی زیات شوی دی.


احسان الله ټیپو محسود، د خراسان ډایري په نامه د یوي وېب‌پاڼې خبري مدیر، چې په افغانستان او پاکستان کې وسله‌والې ډلې تعقیبوي، وایي: "د سیالو فرقو څخه د افراطي ډلو راڅرګندېدو سره کورمه د فرقه‌يي ډلو د جګړې په میدان بدله شوې."




بل‌‌خوا شیعه ډلې ادعا کوي چې، سني افراطي ډلې لکه تحریک طالبان پاکستان (TTP)، داعش خراسان، او لشکر جنګوي هڅه کوي، څو د کورمې په سیمه کې دوی له‌‌منځه یوسي.


ډېری دغه ډلې شیعه وګړي مرتد ګڼي او دوی په نښه کوي.


په وروستیو لسیزو کې د کورمې تر ټولو خونړی شخړه کې، چې د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ TTP یا تحریک طالبان پاکستان ډلې د سیمې د نیولو هڅه کوله شاوخوا ۲۰۰۰ کسان ووژل شول چې اکثره یې شیعه‌ګان وو.


په ورته وخت کې د پاکستان سني ټولنه د کورمې د تاوتریخوالی پړه پر لشکر زینبیون اچوي.


لشکر زینبیون د پاکستان د شیعه ملېشو هغه ډله ده چې، په سوریه کې جنګیږي.




په‌‌‌دې ډله کې د کورمې شیعه وګړي هم شامل دي، چې ځینې یې په وروستیو کلونو کې خپل وطن ته ستانه شوي دي.


کارپوهان په کورمه کې مرګوني فرقه‌يي تاوتریخوالي په اړه د حکومت کمزورتیا او په‌‌‌دې برخه کې سیاسي انزوا مهمه بولي.


په اسلام‌‌‌اباد کې د فدرالي حکومت څارونکو او ځواکمن پوځ چې په کورنیو او بهرنیو چارو کې لوی لاس لري، ډېری دیموکراتیک او بنسټيز ارزښتونه تر پښو لاندې کړي.


په ۲۰۱۹ کال کې اسلام‌‌اباد یو نوی قانون تصویب کړ چې، په خیبر پښتونخوا کې امنیتي ځواکونو ته د شکمنو کسانو د نیولو په ګډون ډېر نور واکونه ورکوي.


د پېښور په ښار کې د پوهنتون استاد، سید عرفان اشرف وویل: "د پاکستان پوځ هڅه کړې چې په خیبر پښتونخوا کې یو استبدادي حکومت مسلط کړي."

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus