دغه فابریکې د ځايي سوداګرو لهخوا په ځانګړي ډول د اقتصادي ودې او خلکو ته د کار زمینې برابرولو په موخه جوړې شوي دي.
د یادو فابریکو په فعالېدو سره لسګونو کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوې، چې نه یوازې د دې ولایت خلکو ته ګټه رسوي، بلکې د افغانستان په صنعتي وده کې هم مهم رول لوبوي.
سوداګر هیله لري چې، د دې فابریکو په جوړېدو سره به د وارداتو کچه ټيټه او د کورنیو تولیداتو ملاتړ زیات شي.
لهدې ډلې د قلمونو تولید یوه تازه پرانيستل شوې فابریکه ده، چې د یو میلیون ډالرو په پانګونه جوړه شوې.
د دغه ولایت د صنعت او تجارت ريیس محمد خان ځواک يې په اړه وايي: "زموږ موخه یوازې ګټه نهده، بلکې غواړو چې د وارداتي قلمونو پر ځای، د خپل هېواد تولیدات بازار ته وړاندې کړو. پهدې سره به په کور دننه د قلمونو بیې ټیټې شي او خلک به د کیفیت لرونکي تولیداتو څخه برخمن شي."
په دغه ولایت کې یوه بله تازه پرانيستل شوې فابریکه د مکروني تولید ده، چې د شاوخوا درې لکه امریکایي ډالرو په ارزښت جوړه شوې ده.
دغه فابریکه درې ورځې مخکې په رسمي ډول پرانيستل شوه او د لوړ کیفیت مکروني تولید ته یې کار پیل کړی دی.
د فابریکې مالکین وايي، موخه یې د بهرنیو مکروني تولیداتو پر ځای د کورني تولید ته وده ورکول دي.
د دې فابریکې په فعالیت سره نه یوازې د مکروني بیې ټیټېږي، بلکې لسګونو ځوانانو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې ده، چې د سیمې خلکو یې په پراخه توګه ملاتړ کړی دی.
د يادې فابریکې مشر عبدالحلیم سروری پهدې اړه وايي: "موږ هڅه کوو چې د لوړ کیفیت مکروني تولید کړو، ترڅو د افغانستان خلک د بهرنیو تولیداتو پر ځای زموږ خپل تولیدات وکاروي. زموږ فابریکه د لسګونو کسانو لپاره د کار زمینه برابره کړې ده."
د میدان وردګو ولایت اوسېدونکي د خپل ولایت په صنعتي پرمختګ او د نوو فابریکو په فعالېدو ډېر خوښ دي.
هغوی وایي، د دې فابریکو جوړېدل نه یوازې د سیمې ځوانانو لپاره د کار کولو فرصتونه برابر کړي، بلکې د کورنیو تولیداتو ملاتړ ته یې هم زمینه برابره کړې ده.
ځايي خلک باور لري چې د دې نوښتونو په مټ به په سیمه کې اقتصادي فعالیتونه وده وکړي او د ژوند معیار به لوړ شي.
هغوی له سوداګرو او چارواکو غواړي چې په نورو برخو کې هم ورته پانګونې وکړي، ترڅو د سیمې نورې اړتیاوې هم پوره شي.
د میدان وردګو یو اوسېدونکی احمد شاه وايي: "موږ ډېر خوشحاله یوو چې پهدې ولایت کې داسې مهمې فابریکې جوړې شوې دي. پهدې سره نه یوازې زموږ ځوانانو ته کار پیدا شوی، بلکې موږ د خپل تولید ملاتړ کوو."
بل ځايي اوسېدونکی ملا زینالله وايي: "د دې فابریکو جوړېدل یوه لویه ګټه ده. موږ هیله لرو چې په نورو برخو کې هم پانګونې وشي."
میدان وردګ ولایت د افغانستان په مرکزي برخه کې موقعیت لري.
د دې ولایت جغرافیايي موقعیت سوداګرو ته ډېر مناسب دی، ځکه چې دا د کابل ښار او نورو ولایتونو ترمنځ د ترانزیت یوه مهمه لار ده، سربېره پر دې، د دې ولایت خلکو ته د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې د کار کولو غوره زمینه برابره ده.
په یوه هېواد کې د تولیدي فابریکو شتون د اقتصادي ودې، د وارداتو کمېدو او د ځايي خلکو لپاره د کار موندنې په برخه کې مهم رول لوبوي.
په افغانستان کې د نوو فابریکو جوړېدل د دې هېواد د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره یو مهم ګام دی.
د میدان وردګو پهڅېر ځایونو کې د تولیدي فابریکو فعالېدل نه یوازې د خلکو اقتصادي حالت ته وده ورکوي، بلکې د ټول هېواد لپاره د پرمختګ یوه نمونه ګرځي.
سوداګر کولی شي لهدې فرصتونو څخه ګټه پورته کړي او د صنعت په برخه کې د افغانستان خپلواکي لا پیاوړې کړي.