Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

له افغانستان د ترهګرۍ د ګواښ اندېښنې؛ قزاقستان کې د ډله‌ييز امنيتي سازمان غونډه کېږي

ټاکل شوې ده چې د ډله‌ییز امنیتي تړون سازمان مشران نن د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د سیمې پر پوځي او سیاسي وضعیت خبرې وکړي.


د دې سازمان عمومي منشي ایمانقلي تاسماګامبیتوف پرون وویل چې، د ډله‌‌‌ییز امنیتي تړون د سازمان غړیو هېوادو ته لاهم د افغانستان له خاورې ګواښونه موجود دي.


د ډله‌‌ییز امنیتي تړون سازمان په ۲۰۰۲میلادي کال کې جوړ شو چې روسیه، ارمنستان، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان یې غړي دي.


د دې هېوادو سرمشریزه یوه ورځ وروسته تر دې جوړیږي چې، مسکو یو ځل بیا په کابل کې له افغان طالبانو سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.


د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې د چهارشنبې په ورځ وویل، مسکو ته له کابل سره د اړیکو پراختیا مهمه ده، خو تر هغو چې د طالبانو تحریک د ترهګرو سازمانونو له لېست څخه نه‌‌وي ایستل شوی، دا کار ممکنه نه‌‌دی.


د روسیې تاس اژانس د اغلې زاخارووا خبرې رااخیستې دي چې وایي، روسیه د نړۍ د نورو قدرتونو په‌‌‌څېر له کابل سره د دوه اړخیزو ګټو په برخه کې د عملي همکاریو د پراختیا اراده لري.




ماریا زاخارووا ټینګار وکړ چې، له افغانستان څخه د ترورستي تهدید او مخدرو موادو د قاچاق د ګواښ مخنیوی هغه وخت ممکن دی، چې د ترهګرۍ لګېدلی تور له طالبانو لرې شي.


د اغلې زاخارووا تر دې څرګندونو مخکې د روسیې استازیو جرګې دولسو غړیو د یوې داسې لایحې مسوده وړاندې کړه چې، د دغه هېواد د ترهګرو سازمانونو له نوم‌لړه په‌کې په موقته توګه د طالبانو د نومونو د ایستلو وړاندیز شوی دی.




په مسکو کې د افغانستان پخوانی ډیپلومات غوث جانباز په‌‌‌دې باور دی چې روسیه له زړه له طالبانو سره اړيکي نه ساتي.


نوموړی وايي: "روسیه اوس‌‌‌مهال له حاکم نظام سره لوبه کوي او په دغه لوبه کې یې ساتي. دا لوبه له څو بعدونو څخه تشکل شوې ده. له یوه لوري عمومي سیاسي تعامل دی، اما په‌کې محتوایي چلند نه‌‌شته، په رسمیت پېژندل نه‌‌شته، د یوه دولت په صفت پروتوکل ورکول نه‌‌‌شته. فقط دا هڅه کوي چې افغانستان او په اصطلاح اوسنی حاکم نظام په همهغه عمومي مدیریت کې له منطقې او له خپلو متحدینو سره یوځای وساتي. له‌‌دې ها خوا کومې ستراتېژيکي اړیکي له اوسني حاکمیت سره نه پالي."


د منځنۍ اسیا هېوادونو له افغانستانه د دوی خاورو ته د ترهګرو د اوښتو په برخه کې بیا بیا اندېښنه څرګنده کړې ده او روسیه تر ډېره له افغانستانه د مخدرو موادو قاچاق ته اندېښمنه ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus