دوما یا د روسیې د استازو جرګې د دغه هېواد د ترهګرو سازمانونو له نوملړه په موقته توګه د طالبانو د نوم د ایستلو لپاره د لایحې مسوده وړاندیز کړې ده.
کابل ته د روسیې د ملي امنیت شورا د منشي سرګي شویګو له سفر یوه ورځ وروسته، د روسیې د استازو جرګې ځینو غړو د یوې داسې لایحې مسوده وړاندې کړې چې، پهکې د دغه هېواد د ترهګرو د سازمونو له نوملړه په موقته توګه د طالبانو د نوم ایستل وړاندیز شوی دی.
دا وړاندیز د روسیې د استازو جرګې ۱۲ غړو وروسته له هغې کړی چې د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو د دوشنبې په ورځ (د نومبر په ۲۵مه) کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو د حکومت د ريیسالوزرا له مرستیالانو او د کورنیو او دفاع وزارتونو سرپرستانو سره په جلاجلا ډول وکتل.
د روسیې انټر فاکس خبري اژانس په یو راپور کې ویلي، د دغې لایحې په مسوده کې راغلي چې: "د روسیې د قوانینو لهمخې د ځینو ممنوعه سازمانونو فعالیتونه کولای شي د دوی د قاضي یا مرستیال په غوښتنه یې د محکمې د حکم لهمخې په موقته توګه وځنډول شي."
وړاندې زیاته شوې، د دغې ځنډونې په صورت کې باید د ترهګرۍ د ملاتړ، توجیه یا ترویج اړوند فعالیتونو بشپړ بند شي.
لهدې سره د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د سهشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې ویلي، مسکو لا هم د ترهګرو ډولو له نوملړه د طالبانو د نوم د لرې کولو په اړه کومه پرېکړه نهده کړې.
ښاغلي پسکوف له طالبانو د اړیکو د ټینګښت پر اهمیت د ټینګار تر څنګ زیاته کړې چې، پهدې اړه هر ډول پرېکړه به له وروستۍ کېدو نه پس له رسنیو سره شریکه شي.
ده دا څرګندونې وروسته له هغه کړي چې، د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د روسیې د ترهګرو سازمانونو له نوملړه د طالبانو د نوم لرې کولو بهیر وروستي پړاو ته رسېدلی دی.
د یادونې ده چې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې قزاقستان د لومړني هېواد په توګه اعلان وکړ، چې د طالبانو نوم یې د دغه هېواد د ترهګرو ډلو له نوملړه لرې کړی دی.
د نړیوالو چارو پوه ولي فروزان وایي، د نړۍ زبرځواکه هېوادونه د متعهدینو د موندلو په لټه کې دي او طالبان یې هم په بدل کې د رسمیت پېژندنې غوښتونکي دي.
نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "تر ټولو مهم څه لپاره چې روسيه یې نن په هڅه کې ده او په نړۍ کې لویې سیالۍ چې اوس روانې دي، زبرځواکه هېوادونه د متعهدینو د موندلو په لټه کې دي ان که دوی ته ژمن هم نهوي، خو دا چې د دوی د ګټو پر ضد عمل ونهکړي دوی پهدې هم قناعت کوي او نړۍ د درېیمې نړیوالې جګړې په لور روانه ده او لوی هېوادونه هڅه کوي چې ځان ته متعهدین ومومي، په بدل کې یې د طالبانو غوښتنه هم دا ده چې له تور نوملړه وایستل شي او په رسمیت وپېژندل شي."
خو د امنیتي چارو پوه محمد اسحق اتمر بیا وایي، د ترهګرو سازمانونو له نوملړه د طالبانو د نوم په ایستلو کې د روسیې ملي ګټې پرتې دي او دا د طالبانو د رسمیت پېژندلو معنا نهلري.
نوموړی وايي: "روسان اوس د اوکراین په جګړه کې ډېر ښکېل دي، وېرېږي چې په منځنۍ اسیا کې یې د دوی پر وړاندې کومه بله جبهه ونه پرانیستل شي، له همدې امله يې له طالبانو سره اړیکې نږدې دي او د دغو اړیکو په ساتلو هڅه کوي چې پر هغو ډلو چې دلته شته څارنه وکړي او هم د طالبانو حکومت د ځان خلاف ونه بولي، قرغیزستان هم د طالبانو نوم د ترهګرو ډلو له نوملړه لرې کړ، خو دا پهدې معنا نهده چې دوی طالبان په رسمیت پېژني."
د یادولو ده چې د طالبانو د حکومت د ريیسالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روسیې د ملي امنیت شورا له منشي سرګي شویګو سره د لیدو پر مهال ویلي چې، د طالبانو حکومت غواړي افغانستان په سیمهییزو فارمټونو او ناستو کې په معنالرونکي توګه حضور ولري.
روسیه له هغو هېوادونه ده چې، د طالبانو د واکمنۍ له پیله تر اوسه ورسره نږدې اړیکي لري.
روسیې دغهشان په هغه هېواد کې د افغانستان سفارت د طالبانو استازي ته ورسپارلی او په کابل کې یې هم خپل سفارت پرانیستی پرېښی دی.