Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

طالبانو له‌خوا د ځینو کتابونو پر وړاندې بندیز؛ په غبرګون یې د کتاب لوستنې د دودولو کمپاین پیل شوی

د افغانستان د ادبي او فرهنګي ټولنې یو شمېر غړو د طالبانو له‌خوا د ځینو کتابونو پر وړاندې د بندیز په غبرګون کې په ټولنیزو رسنیو کې د کتاب لوستنې د دودولو یو کمپاین پیل کړی دی.

لیکواله او د بشري حقونو فعاله حمیرا قادري د طالبانو له‌خوا پر ځینو کتابونو د بنديز په غبرګون کې په ټولنيزو رسنيو کې د کتاب سېځونکو پر ضد هشټګ کمپاين پیل کړی دی.

هغه وايي: "دوی د دې په اړه اندېښمن نه دي چې موږ به وتښتو، ځکه موږ ډېر لرې نه شو تللی، هغوی د دې په اړه اندېښمن دي چې زموږ خیال به لوړ شي، د هغو لارو په اړه اندېښمن دي چې د انسان په دننه کې پرانیستل کېږي او انسان ته لوړتیا ورکوي. د سرګذشت نديمه له کتاب څخه."

د دې کمپاین تر پیل وروسته، د دوشنبې له ورځې راهيسې د نومبر ۲۵مه، د ادبي او فرهنګي ټولنې ګڼ شمېر غړو او نور افغانان له دې هشټګ سره يوځاى شوي او د خپلو کتاب لوستلو ویډیوګانې یې خپرې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په دې وروستیو کې د ۴۰۰ عنوانه کتابونو د ټولولو لړۍ پیل کړې چې د دوی په خبره، د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

د بشري حقونو فعاله رویا ماندګار، چې دې کمپاين سره یوځای شوې، د سه شنبې په ورځ يې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "زما په نظر هغه هشټګ چې دوستانو رامنځته کړی، د ملاتړ وړ دی، دا تر ټولو کوچنی کار دی چې موږ یې کولی شو."

همدارنګه افغان شاعر او لیکوال شمیم فروتن وایي چې د کتابونو راټولول د غیراسلامي محتوا لرلو په پلمه ښکاره ځپنه او په ټولنه د بندیزونو لګولو هڅه ده.

نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې طالبان آن هغه کتابونه هم ټولوي چې لیکوالانې يې ښځې دي.

هغه وايي: "د طالبانو وروستۍ پرېکړې د کتابونو سوځولو او د ښځینه لیکوالانو د کتابونو د راټولولو په اړه په حقیقت کې ځپونکی محدودیت دی، دوی هره ورځ هڅه کوي خلک لا ډېر محدود کړي او دا ښکاره د بشر حقونو او د بیان د آزادۍ څخه سرغړونه ده."

بلې لیکوالې او د دې کمپاین غړې مرسل سایس له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "دا یو ښه کمپاین دی چې ټولنه ویښه کړي او خلکو ته د کتاب لوستنې اهمیت وروښیي، د دی کمپاپن په پيل سره موږ بیا د کتابونو، موسیقي او نورو فرهنګي ارزښتونو په اړه خبرې وکړو او د خلکو پام به دې مهمې موضوع ته رااړوو."

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په دې وروستیو کې په یو شمېر ولایتونو کې د ځینو کتابونو د ټولولو بهیر پیل کړی چې د دوی په وینا دا کتابونه د اسلامي ایډیالوژۍ او افغاني کلتور سره په ټکر کې دي.

خو یو شمېر هغه لیکوال چې کتابونه یې د یادو لاملونو له امله ټول شوي، ادعا کوي چې د دوی کتابونه له دیني او فرهنګي ارزښتونو سره هېڅ ټکر نه لري او په خبره یې د طالبانو حکومت دوی سره د نظر د اختلاف له امله دا اقدام کړی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus