Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په کندهار کې د خطاطۍ هنر پیکه او د خلکو لېوالتیا هم ورسره په کمېدو ده

په کندهار کې د خطاطۍ هنر پیکه شوی او له دې هنر سره د خلکو لېوالتیا ورځ تر بلې کمیږي.


د دې ولایت خطاطان وايي، د خطاطۍ لرغونی هنر، چې سلګونه کلونه تاریخي مخینه لري، د کارموندنې د نشتوالي او د حکومت د نه پاملرنې له امله د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.


یو مهال د کندهار ښار په بېلابېلو برخو کې د خطاطۍ دوکانونه په هر ګام کې لیدل کېدل، خو په دې وروستیو کې د دې هنر پر وړاندې د خلکو لېوالتیا ورځ تر بلې کمېږي.


رحیم‌الله همت، چې د تېرو شلو کلونو راهیسې په کندهار کې د خطاطۍ دوکان لري، وايي چې مخکې کلونو کې به یې د موسسو د بېلابېلو پروژو او فعالیتونو له امله کاروبار ښه و.


د همت په وینا، هغه وخت کې به په ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو، دېوالي لوحو، پوسټرانو او نورو ځایونو کې یې خطاطي او رسامي کوله، خو اوس د موسسو کمېدو د دوی پر کاروبار هم ژور اغېز کړی دی.


همت وايي: "پخوا موسسې وې، کارونه به یې وو او کلینیکونو او ښوونځیو کې به د پوسټرانو او لوحو لپاره خطاطي کېدله، اوس چې د موسسو فعالیتونه درېدلي دي، زموږ لاسي کار هم ورسره درېدلی دی."


خطاطان وایي، د تېر جمهوریت پر مهال د کندهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د ښکلو هنرونو یوه ټولنه وه چې رسامانو او خطاطانو به په‌کې خپل اثار نندارې ته وړاندې کول، خو د نویو تحولاتو په پایله کې دغه ټولنه منحل شوه او اوس د خطاطۍ په برخه کې کوم ځانګړي نندارتونونه نه ترسره کېږي.




د جاوېد او ثناالله په نومونو د کندهار دوه نور خطاطان د طالبانو له حکومتي چارواکو او کلتوري بنسټونو غوښتنه کوي چې د دې هنر د ژوندي ساتلو لپاره هڅې وکړي او د هغوی لپاره داسې پروګرامونه او نندارتونونه برابر کړي چې د کندهار په ځوانانو کې د خطاطۍ په هنر کې لېوالتیا بېرته راژوندۍ کړي.


جاوېد وايي: "د چاپي وسایلو له پراختیا او په بازار کې د کمپیوټري ډیزاینونو له زیاتېدو سره، زموږ د لاسي خطاطۍ کار ډېر زیانمن شوی دی. د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاست نه غوښتنه کوو چې زموږ لپاره نندارتونونه جوړ کړي څو خپل هنر نندارې ته وړاندې کړو."


ثناالله وايي: "موږ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه غوښتنه کوو چې زموږ لپاره نندارتون جوړ کړي څو موږ خپل لیکلي اثار نندارې ته وړاندې کړو."


په عین وخت کې د کندهار پوهنتون استاد او لیکوال حیات‌الله رفیقي وايي، د عصري ټکنالوژۍ وسایلو د خطاطۍ په هنر منفي اغېز کړی او د کمپیوټر له لارې د ډیزاین او لیکنو د اسانتیاوو له رامنځته کېدو سره ډېر خلک اوس چاپي ډیزاین ته مخه کوي چې له امله یې د خطاطانو کارونه ساده شوي او د دې هنر په وړاندې د خلکو لېوالتیا هم کمه شوې ده.




رفیقي وايي: "اوسني کمپیوټري وسایل د خطاطۍ په څېر دودیز هنرونو باندې ژور اغېز لري. څنګه چې کمپیوټر ګټې لري، همداسې یې زموږ دودیزو هنرونو ته زیانونه هم رسولي دي. حکومت باید د خطاطۍ په ملاتړ کې رول ادا کړي او دې هنر ته نوره هم پاملرنه زیاته کړي."


خطاطي په کندهار کې یو له هغه لرغونو هنرونو څخه ګڼل کېږي چې د تاریخي روایتونو له مخې څه باندې زر کاله مخینه لري.


نستعلیق، ثلث، نسخه، شکسته، کوفي، اخباري او دیوان هغه خطونه دي چې د کندهار په سیمه کې تر ټولو زیات کارول کېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus