Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

هرزوګ: د اسراییل او د حزب الله ترمنځ د اوربند پر موافقه ښايي په څو ورځو کې سلا وشي

د واشنګټن لپاره د اسرایل سفیر ویلي چې د اسراییل او د لبنان د حزب الله ډلې ترمنځ د اوربند پر موافقه ښايي په څو ورځو کې سلا وشي.


د امریکا د متحدو ایالتونو لپاره د اسرائیل سفیر، مایک هرزوګ (Mike Herzog) نن ویلي، چې د اسراییل او د لبنان د حزب الله ډلې ترمنځ د اوربند پر موافقه ښايي په څو ورځو کې سلا وشي.


هغه د اسراییل د پوځ له راډیو سره نن دوشنبه په خبرو کې ویلي، د موافقې د نهايي کېدو لپاره ځینې موارد پاتې دي او بله دا چې هره موافقه د حکومت تصویب ته اړتیا لري.


هرزوګ ویلي، یوې موافقې ته نږدې شوي یو او ښايي په یو څو ورځو کې دننه ورباندې سلا وشي.


خو ځینو ډیپلوماتانو او چارواکو ویلي چې د اوربند په موافقه کې ځینې د بحث وړ ټکي شته.


تر دې مخکې، د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل پرون یکشنبه لبنان ته د سفر پر مهال د اسراییل او د لبنان د حزب الله ډلې ترمنځ د فوري اوربند غوښتنه کړې وه.


د امریکا متحد ایالتونه حزب الله ډله یو تروریستي سازمان ګڼي، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.


حزب الله یوه توندلارې ډله او سیاسي ګوند دی چې د لبنان د جنوب پر زیاتو برخو کنټرول لري او د لبنان په پارلمان کې یې څو څوکۍ په واک کې دي.


جوزیپ بوریل په داسې حال کې د اوربند غوښتنه کړې چې حزب الله پر اسراییل د تازه حملو مسوولیت منلی دی.


د اسراییل پوځ ویلي چې د ایران له ملاتړه برخمنې حزب الله ډلې پرون پر اسراییل ۱۶۰ توغندي ویشتلي دي.


د ځینو دغو توغندیو مخه نیول شوې خو ځینې یې د فرانسې خبري اژانس د تصاویرو له مخې د اسراییل په مرکزي برخو کې د کورونو د تخریب سبب شوي دي.


د لبنان روغتیا وزارت د شنبې په ورځ ویلي وو چې د لبنان پر پلازمېنه بیروت او نورو سیمو د اسراییل په حملو کې ۸۴ کسان وژل شوي دي.


د لبنان دولتي رسنیو پرون یکشنبه د بیروت پر جنوبي برخه، چې د حزب الله له عمده سنګرونو ګڼل کېږي، د دوو نورو حملو خبر هم ورکړ.


د اسراییل پوځ نن دوشنبه ویلي چې د شنبې په ورځ یې د بیروت پر بسطه سیمه په حمله کې د حزب الله ډلې د قوماندې مرکز ویشتلی دی.


د لبنان روغتیا وزارت په هغه حمله کې د ۲۶ کسانو د وژل کېدو او ۶۷ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus