Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

یو شمېر ښځې: طالبانو په هرات کې ځینې ښځینه کافي‌شاپونه تړلي

په هرات ولایت کې د ښځينه کافو یا چای خانو يو شمېر مالکانې وایي چې د طالبانو حکومت دې ولايت کې يو شمېر ښځینه کافې تړلې دي.

د طالبانو حکومت د ښځو په وړاندې د محدودیتونو په دوام کې په هرات ولایت کې ښځینه کافي شاپونه یا چای خانې تړلي دي.

د دغو ښځينه و کافو یو شمېر مالکانو ازادي راډيو ته وویل د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورین پرته له کوم دلیل د دوی کافي شاپونو ته ورغلي او خلک یې ترې ویستلي او د چای خانو دروازې یې ورتړلي دي.

د یوه کافي شاپ مسوول د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلیدو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د کافې شاوخوا ۶۰ سلنه مراجعینې یې ښځې وې، خو طالبانو د هغې د کافې د ښځو برخه تړلې ده.

هغه وايي: "د تېرې چهارشنبې راهیسې راغلل، راته یې وویل چې ښه ده خپله یې وتړئ چې جنجال جوړ نه شي. ویل یې امر راغلی چې د ښځو کافې دې وتړل شي. دلیل یې دا و چې دلته ښځو ته د فساد زمینه برابرېږي. موږ ته یې روښانه دلیل نه دی راکړی. ویل یې چې دلته د اسلامي حکومت پر ضد پلانونه جوړېږي، په داسې حال کې چې هیڅ مشکل نه و. ځایونه جلا وو، څوک نه ورتلل، ښځې حجاب کې وې، نه یې دخانیات کارول او یوازې قهوه او یخ څښاکونه يې څکل."

د یوې بلې کافي یا چای خانې مسوولې د نوم او غږ د نه خپرېدو په شرط آزادیراډيو ته وویل چې د هغې کافه د یکشنبې په ورځ د طالبانو لخوا تړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات د ښځو د کافې شاپونو یو شمېر مالکینو تېره اوونۍ ازادي راډيو ته ویلي وو چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مأمورینو ورته په شفاهي ډول خبرداری ورکړی چې خپل فعالیتونه ودروي.

دوی ویلي چې د طالبانو تر حاکمیت وروسته او د تعلیم له منع کېدو وروسته، دوی په خپل شخصي لګښت د ښځو لپاره ځانګړي کافې خانې جوړې کړې چې هم خپله عاید ترلاسه کړي او هم نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.

په دې ترڅ کې د ښځو د یوې کافې بله مسووله وایي چې طالبانو ورته خبرداری ورکړی چې د هغې کافې به هم وتړل شي.

هغې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې خپور شي او په غږ کې بدلون راوستل شي، آزادی راډيو ته يې وویل: "پخوا په هرات کې شپږ کافې وې چې متأسفانه د تېرې دوشنبې راهیسې طالبانو د هغو تړل پیل کړي. تراوسه درې کافې، نایټ، بلک او ګرام، تړلې دي. زما ورور ته یې هم ویلي چې هر وخت ستاسې وار شي، کافه به دربند کړو. موږ لکه دا چې د خپل اجل په تمه ناست یو، او هېڅ مو له لاسه نه کېږي."

د ځینو راپورونو له مخې، مخکې له دې، د طالبانو چارواکو ادعا کړې وه چې ښځې په دغو ځایونو کې مناسب حجاب نه مراعتوي او موسیقۍ ته غوږ نیسي او خبرداری یې ورکړی و چې په هرات کې به د ښځو لپاره ځانګړې کافې وتړي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د دې ادعاوو په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم واخلو، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد او په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ آمر فرید احمد ایوبي پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

خو د طالبانو حکومت له دې مخکې هم په ورته فرمانونو کې ښځې له رستورانتونو، تفریحي پارکونو او ورزشي لوبغالو څخه منع کړي دي.

طالبان که څه هم ادعا کوي چې د ټولو افغان ښځو حقوق د اسلامي شریعت له مخې تضمین دي، خو د دوی د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په خپل نوي قانون کې چې د روان میلادي کال د اګست په ۲۱مه تصویب شوی، په ښځو د مخ د بشپړ پوښښ ټینګار کړی او ان د هغوی غږ یې "عورت" بللی، چې د نړیوالې ټولنې سخت غبرګونونه يې هم پارولي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus