Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

نن د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې نړیوال ۱۶ ورځنی کمپاین پیليږي

د افغان مېرمنو او نجونو یوشمېر فعالانې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د نړیوال ۱۶ ورځني کمپاین له پیلېدو هرکلی کوي.


دوی دغه کمپاین په افغانستان کې د افغان مېرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو له لوري د مخ پر زیاتېدونکو محدودیتونو او له‌دې کبله د دوی پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو د بیان لپاره ښه فرصت بولي.




د ښځو د حقونو فعاله ژولیا پارسي چې د خپلو فعالیتونو له کبله د طالبانو لوري زنداني شوې هم وه، په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "زه له دغه کمپاین څخه ملاتړ کوم او د افغان مېرمنو د حقونو د خوندیتوب لپاره د دوی په څنګ کې درېږم، که موږ چېرته په افغانستان کې برنامې نه‌‌شو جوړولای فکر کوم ښه ده چې د سوشل میډیا له لارې په‌‌دې اړه عامه پوهاوی وشي، زه له ټولو خلکو غواړم چې په دغه کمپاین کې زموږ سره ودریږي او ملاتړ مو وکړي."


ملګري ملتونه وايي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو په موخه په یوه کمپاین کې چې هر کال د نومبر له ۲۵مې څخه د ډسمبر تر ۱۰مې پورې د "NoExcuses" یا "هیڅ بهانه نه‌شته" له شعار سره پیلیږي، له حکومتونو غواړي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې پانګونه وکړي او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د دې پانګونې لارې چارې شریکې کړي.




د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ د ۱۹۹۹ کال د اکتوبر په ۱۷مه نېټه د نومبر ۲۵ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو د نړیوالې ورځې په توګه تصویب کړه.


په ورته وخت کې د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې مشره ترنم سعیدي وايي، سږ کال افغان مېرمنې د نومبر ۲۵ په‌‌‌داسې حال کې لمانځي چې مېرمنې او نجونې په افغانستان کې له زیاتېدونکي تاوتریخوالي، ټولنیز ذلت او سیستماتیکې بې‌‌عدالتیو سره مخامخ دي.


اغلې سعیدي رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې نړیوال ۱۶ ورځنی کمپاین به د هېواد د ښځو د غږ په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي او نړیوالو ته به دا پیغام ورسوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت سمدستي پاملرنې او اقدام ته اړتیا لري.




د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې نړیوال ۱۶ ورځنی کمپاین په‌داسې حال کې پيلیږي چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې له بیا واکمنېدو وروسته افغان مېرمنې له زده‌کړو، کار، سیاسي او ټولنیز مشارکته راوګرځولې.


که څه هم په کراتو په کور دننه او بهر له طالبانو د ښځو پر وړاندې د نرم دریځ او د دوی د حقونو د ورکړې غوښتنې مطرح شوي، خو طالبانو تل دا ادعا کړې چې د ټولو افغانانو حقونه د دو په ټکو د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus