Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په اذربایجان کې د اقلیم په تړاو غونډه د ۳۰۰ میلیارد ډالري موافقې په تصویب سره پای ته ورسېده

د کاپ ۲۹ په نوم په اذربایجان کې د اقلیم په اړه د ملګرو ملتونو د اقلیم غونډه په اضافي وخت او وروسته له دې چې د خبرو د ناکامېدو احتمال مطرح شو، د ۳۰۰ میلیارد ډالري موافقې په تصویب سره پای ته ورسېده.

د دې هوکړې له مخې، چې د یکشنبې په سهار د لیندۍ څلورمه نېټه تصویب شوه، شتمن هېوادونه ژمن شول چې تر ۲۰۳۵م کال پورې له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې لپاره پرمختیايي هېوادونو ته هر کال لږ تر لږه ۳۰۰ میلیارد ډالره مرسته وکړي.

د باکو غونډه، چې دوې اوونۍ وړاندې پیل شوې وه، د بودیجې پر سر د اختلاف له زیاتېدو وروسته د شنبې تر ورځې وغځېده.

د شنبې په ماښام، د غونډې له تالاره د څو هېوادونو د استازو له غوسه وتلو وروسته، د هوکړې د ناکامۍ احتمال زیات شو، خو د یکشنبې په سهار اعلان وشو چې ۳۰۰ میلیارد ډالري هوکړه تصویب شوه.

شتمنو هېوادونو په لومړیو کې د ۲۵۰ میلیارد ډالرو وړاندیز وکړ، خو بېوزلو هېوادونو د یو ټریلیون ډالرو غوښتنه کوله.

د کاپ ۲۹ غونډې پر مهال د شتمنو هېوادونو، چې په کې د امریکا متحده‌ایالات او اروپايي اتحادیه شامل دي او د نورو هېوادونو تر منځ اختلافات موجود وو.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، سره له دې چې انتقادونه او اندیښنې موجودې وې، د کاربن د اندازې د بدلولو پر سر موافقه یو لوی پرمختګ ګڼل کېږي.

دا موضوع له کلونو راهیسې په اقلیمي مذاکراتو کې مطرح ده.

رویټرز خبري آژانس وايي چې نړۍ نژدې لس کاله د کاربن لپاره د مقرراتو د جوړولو هڅې وکړې او په پای کې په دې برخه کې یوې موافقې ته ورسېده.

رویټرز یادونه کړې چې ۳۰۰ میلیارده ډالر تر هغه څه لږ پیسې دي چې بېوزلو او لږ پرمختللو هېوادونو یې تمه لرله.

د کاپ ۲۹ اقلیمي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه چې سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ ستنېدو ته لږ وخت پاتې دی او له همدې کبله د شوې موافقې په اړه شکونه زیات شوي دي.

ټرمپ ویلي چې امریکا به له نړیوالو اقلیمي هڅو څخه وباسي.

هغه همداراز کریس رایټ د امریکا د انرژۍ وزارت لپاره د خپل نوماند په توګه معرفي کړی چې د تېلو یو مدیر او د فوسیل سون توکو پلوی دی او د اقلیمي بدلون پر ضد د مبارزې له طرحو سره یې مخالفت څرګند کړی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus