Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د "ډوډۍ او سور ګل" په نوم د افغان مېرمنو د اعتراضونو مستند نندارې ته وړاندې شو

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغان ښځو د ژوند او مبارزې په اړه جوړی شوی مستند فلم Bread and Red Roses یا "ډوډ او سور ګل" تېره شپه (د نومبر په ۲۲مه) د ایپل ټلوېزیوني شبکې له لوري نندارې ته وړاندې شو.




دا فلم چې افغان فلم جوړونکې صحرا ماني، د نجونو د زده‌‌کړو فعالې او د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ او امریکايي اداکارې جینیفر لارنس له‌خوا جوړ شوی، په تېر ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر افغان ښځو او نجونو د بندیزونو اومحدودیتونو له امله د یوشمېر معترضو ښځو مستندې کیسې او تصویرونه په‌کې خپاره شوي، چې د طالبانو پر ضد یې پر اعتراضونو لاس پورې کړی و.


د دې فلم اصلي کرکټرونه چې د افغان معترضو ښځو د ډلو غړې او مسوولینې دي وایي، د دې مستند جوړولو هدف راتلونکي کې نورو افغان نجونو او ښځو ته د خپلو حقونو لپاره د مبارزې پیغام استول دي.


له ډلې یې ترنم سعیدي ازادي راډیو ته وویل: "په‌‌‌دې فلم کې ټولې هغه نجونې په یو ډول شاملې دي چې اعتراضونه یې ترسره کړي، خو د فلم درې برجسته کرکترونه زه، زهرا حق‌پرست او شریفه موحد یوو. له طالبانو سره د مبارزې یوه لاره زموږ اعتراضونه وو او بله لاره بیا د دې اعتراضونو مستندول وه، چې د یوې سرچینې په توګه زموږراتلونکي نسلونه ترې ګټه واخلي."




د دې مستند یوه بله لوبغاړې او د معترضو ښځو ډلې غړې زهرا حق‌پرست بیا په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا فلم په ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۱۴مه خپور شو او د نومبر په ۲۲مه په ایپل ټي وي کې نندارې ته وړاندې شو، دا فلم د افغان ښځو اتلولي اومبارزې ښیي چې څنګه د یوې ترهګرې ډلې پر وړاندې یوازې پاتې شوې، ملاتړ یې ونه‌شو او خپلو ټولو حقونو د له لاسه ورکولو له امله واټونو ته راووتې او ځانونه یې قربانیو ته ورکړل. زندان، شکنجې، بې‌احترامي او ان هېواد پرېښودل یې تجربه کړل."




"ډوډۍ او سورګل" فلم په لومړي ځل په ۲۰۲۳ کال کې د فرانسې د کن فلم فیستوال کې نندارې ته وړاندې شو.


د دې مستند یوې بلې جوړونکې د نجونو د زده‌‌‌کړو فعالې او د نوبل سولې نړیوالې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ په هغه ویډیو کې چې د امریکایي مجلې نیوز ویک له‌خوا خپره شوې، په‌‌کې دا مستند د افغان ښځو د مقاومت یوه بله لاره بللې او زیاته کړې یې ده چې، دا مستند به د طالبانو د واکمنۍ لاندې د افغان ښځو د ژوند حقایقو ته د نړیوالو پام راړولو خورا مهم رول ولوبوي.


د دې فلم افغانې ډایرېکټرې صحرا ماني بیا په‌دې اړه په خپله ایکس‌پاڼه له نړیوالو غوښتي چې، د افغانستان په اړه دې چوپتیا ماته او د افغان ښځو غږ دې واوري.


مېرمن ماني تېره اوونۍ د دې فلم په اړه فرانسې خبري اژانس ته ویلي وو: "ښایي سبا ته تاسو د دې قېمت ورکړئ، دا ډېره لرې نه‌‌‌ده او د توقع خلاف هم نه‌ده، ځکه چې طالبان په پرلپه‌سې ثابتوي چې هماغه طالبان دي خو موږ یې تل ردوو او وایو نه دوی هغه طالبان نه‌‌دي."




"ډوډۍ او سورګل" مستند فلم د ایپل ټي وي په نهو غوره فلمونو کې راغلی چې تېره شپه یې نندارې ته وړاندې کړ.


ایپل ټلوېزیون د ایپل مشهورې نړیوالې کمپنۍ له پلټ‌‌فارمونو دی چې اکثرا مهم او لنډ مستند غوره فلمونه خپروي.


مېرمن اماني زیاته کړې چې، دا ورته د منلو نه‌ده چې شل میلیونه ښځې او نجونې په بند کې ژوند وکړي.


دا فلم داسې مهال نندارې ته وړاندې کېږي چې، پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنۍ وروسته دوی پر افغان ښځو او نجونو د زده‌‌کړو او کار په ګډون پراخه محدودیتونه لګولي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus