Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

طالبان: سږکال مو په بدخشان کې تر درې زره جریبه ډېرې ځمکې د بنګو له بوټو څخه پاکې کړي دي

په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کښت تر ویجاړولو وروسته، اوس د طالبانو د حکومت ځايي چارواکو ویلي چې، په‌‌‌دې ولایت کې یې د بنګو د کښت ویجاړولو لپاره هم عملیات پيل کړي دي.


د بدخشان ولایت د نشه‌‌يي بوټو ویجاړولو د کمېټې چارواکي وايي، د روان لمريز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یې درې نیم زره جریبه ځمکې د بنګو له بوټو څخه پاکې کړي او د مني د فصل د دې عملياتو په لړ کې غواړي سلګونه جریبه هغه ځمکې هم د بنګو له بوټو څخه پاکې کړي، چې تازه بنګ په‌کې کرل شوي دي.


د بدخشان ولایت د نشه‌‌‌يي بوټو د ویجاړولو کمېټې مشر ملا جمعه خان فاتح وايي، د بنګو د بوټو اړولو لپاره یې ولسوالیو ته نور نظامیان استولي دي.


هغه ويلي: "د مني په موسم کې چې کومې بنګ کرل شوي دي، زموږ نظامیان د دې بوټو ویجاړولو لپاره بېلابېلو ولسوالیو ته استول شوي او هلته فعالیت لري. په جرم، بهارک، خاش او نورو سیمو کې چې د بنګو کښتونه پاتې و، زموږ د ځواکونو له خوا د ویجاړولو په حال کې دي."


د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي ادعا کوي چې، د دوی سروې کوونکو په درایم، ارگو، یفتل، جرم، بهارک او خاش ولسوالیو او دغه ډول د بدخشان ولایت مرکز ته نژدې په ځينو سیمو کې د بنګو کښتونه تثبیت کړي دي.


د بهارت ولسوالۍ یو بزګر شهاب‌‌الدین چې تازه یې د طالبانو حکومت د بنګو کښت ویجاړ کړی وايي، دوه کاله کېږي چې طالبانو دوی د بنګو له کښت څخه منع کړي دي، خو تر دې مهاله یې له دوی سره د اقتصاد او بديل کښت په برخه کې مرسته نه‌‌ده کړې.


هغه وايي: "باید د بنګو د کښت اړولو په بدل کې زموږ سره کافي مرسته وکړي، د غنمو او اوړو مرسته راسره وکړي، د اصلاح شویو تخمونو مرسته راسره وکړي چې موږ یې وکرو، ښه حاصل ولرو او په هغه ګوزاره وکړو."


د خاش ولسوالۍ یو بزګر مقصود ادعا کوي چې، د بې‌وزلۍ له امله یې د بنګو کښت ته دوام ورکړی او اصلاح شویو تخمونو ته اړتیا لري.


هغه وايي: "بنګ ډېرې پیسې ګټي، له همدې امله یې خلک کري، اوس چې یې ویجاړ کړل، غوره لاره دا ده چې په بدل کې یې مرسته وکړي، مثلا بزګرو ته اصلاح شوي تخمونه او کيمیاوي سره ورکړي چې د پخواني کښت ځای ونیسي."


د طالبانو حکومت داسې مهال په بدخشان ولایت کې د بنګو د کښت ویجاړولو لپاره عمليات پيلوي چې، دوې اوونۍ مخکې ملګروملتونو د کوکنارو د کښت د اندازې په اړه د خپل کلني راپور په خپرولو سره خبرداری ورکړ چې، سږکال د بدخشان ولایت په ګډون، تر ټولو ډېر کوکنار د افغانستان په شمال لوېديځو ولایتونو کې کرل شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus