Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ټرمپ ته د افغان معترضو مېرمنو پرانيستی ليک؛ د دوحې تړون د لغوه کېدو غوښتنه يې کړې

معترضو افغان مېرمنو، اعتراضي خوځښتونو او د بشري حقونو فعالانو د امریکا منتخب ولسمشر ته یو پرانیستی لیک استولی.


یوشمېر افغان معترضو مېرمنو، اعتراضي خوځښتونو او د بشري حقونو فعالانو په یو پرانيستي لیک کې د متحدایالاتو له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپه غوښتنه کړې چې، د امریکا او طالبانو تر منځ دې د دوحې تړون لغوه کړي.


په دغه لیک کې چې یوه کاپي یې ازادي راډيو ته لېږل شوې، د ډونالډ ټرمپ له ادارې غوښتل شوي چې د طالبانو پر وړاندې یو اصولي او عادلانه دریځ غوره کړي.


په‌دې لیک کې چې د افغان ښځو ټولو اعتراضي خوځښتونو برخه اخیستې راغلي چې، د دوحې تړون نه یوازې دا چې افغانستان ته یې سوله او ثبات نه‌‌دی راوستی، بلکې ناوړه پایلې یې هم لرلي دي.


د دغه لیک یوې لاسلیک کوونکې فوزیې وحدت ازادي راډيٍو ته وویل: "د ښځو او نجونو ځپل او شکنجه کول، جګړه‌‌‌ییز جنایتونه او د لږکیو ځپل، د کډوالو د ستونزو زیاتوالی او جبري کډوالۍ، هدفي وژنې، د رسنیو ازادي او د مدني بنسټونو کمزورتیا او همدارنګه د مخدره موادو تولید او قاچاق زیاتوالی هغه تر ټولو عمده او مهم موضوعات دي چې په لیک کې ځای شوي دي."




په‌‌‌‌دې لیک کې د طالبانو د کړنو او د دوحې تړون د کورني ناوړه پایلو سربېره، د نړیوالو اغېزو په اړه هم بحث شوی.




په لیک کې راغلي چې، د دوحې تړون دوام به نړیواله ترهګرۍ پیاوړي کړي او د سیمې د بې‌‌ثباتۍ، د پراخې کډوالۍ ګواښ، د خطرناکې حکومتدارۍ د الګو جوړولو او د سازمان شویو جرمونو د زیاتوالي لامل به شي.


د ازادۍ په لور د افغان ښځو غورځنګ مسوولې، طاهرې ناصري په‌‌‌‌‌دې لیک کې د نورو غوښتنو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "زموږ لومړنی غوښتنه د ټرمپ له دولت څخه دا ده چې د سولې تړون باید لغوه شي، ځکه په افغانستان کې د سولې او ثبات په برخه کې هیڅ اغېز نه‌لري، طالب مشران باید په‌دې درېیو کلونو کې د ترسره شویو جنګي جنایتونو او د بشري حقونو د نقض په اړه د ځواب ورکوونې لپاره محاکمه شي."


خو د سیاسي چارو پوه اسدالله ندیم وايي، د دوحې تړون لغوه کول ستونزمن دي: "د دوحې د تړون لغوه کول تر یوه حده ستونزې جوړولای شي، ځکه د سیاست مسئله، ټولنیزو بنسټونو سره نه حل کېږي، د سیاست مرکز ځواک دی او طالبان اوس‌مهال په افغانستان کې واک لري، نو د ټرمپ حکومت له‌دې پرته بله لار نه‌لري چې له دوی سره معامله وکړي او د خپلو غوښتنو یوه برخه پر دوی ومني."




د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د ولسمشر ډونالډټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال لاسلیک شو.


د دې تړون له‌‌‌‌‌مخې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل او ټاکل شوې وه، دغه تړون بین‌الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي او افغانان په خپله د افغانستان راتلونکې وټاکي.


خو د ښځو او د بشري حقونو یو‌‌شمېر فعالانو تل په‌‌دې تړون نیوکې کړي دي.


په افغانستان کې د طالبانو حکومت په تېرو درې کلونو کې د امریکايي چارواکو له لوري په وار وار د دوحې له هوکړې نه په سرغړونه تورن شوی، خو طالب چارواکو تل دا تورونه رد کړي دي.


دغه‌راز طالبانو پر افغانستان تر بیاځلي واک ترلاسه کولو وروسته پر ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي، د زده‌کړو او کار په ګډون یې په بېلابېلو فعالیتونو کې د دوی ګډون منع کړی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus