Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ترکيه کې د افغان کډوالو د نيونې دوام؛ تازه پوليسو په اغره ښار کې ۵۹ افغانان نيولي

په ترکیه کې د بې‌‌‌اسنادو افغان کډوالو د نیولو او ایستلو په دوام، د دې هېواد پولیسو تازه ۵۹ افغان کډوال نیولي دي.




د ترکیې ځینو رسنیو، له ډلې یې (خبرلر) د پنج‌شنبې په ورځ (نومبر ۲۱مه) د اغرى ښار پولیسو په حواله ویلي چې، د یوه بار وړونکي موټر د تلاشي پر مهال یې ۳۰ افغان کډوال او ۴ د انسانانو قاچاق کوونکي نیولي دي.


د ترکیې پولیسو دغه‌‌‌شان په اغرى ښار کې په یوه زوړ او نه کارېدونکي کور کې د ۲۹ افغان کډوالو او یو پاکستاني کډوال د نیولو خبر ورکړی دی.


ویل شوي چې، دغه کډوال د نیول کېدو وروسته د اخراج يا ايستنې مرکزونو ته لېږدول شوي دي.


د دغو افغان پناه غوښتونکو یوشمېر کورنۍ وایي، د خپلو کورنۍ د نیول شویو غړو په اړه هيڅ معلومات نه‌‌‌لري.


د کابل یو اوسېدونکي محمد بصیر په‌‌‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "درې میاشتې مخکې مې ورور ترکیې ته تللی و چې له هغه ځایه کوم اروپایي هېواد ته ولاړ شي، خو یوه اوونۍ کېږي چې هيڅ خبر ترې نه‌‌لرو، ډېر اندېښمن یو."




محمد اکرم چې څو ورځې مخکې له ترکیې افغانستان ته لېږل شوی، بيا وايي: "د ترکیې د پولیسو رویه ډېره بده وه، افغانان چې کله نیسي، وهي يې او په پنډغالو کې داسې سختې ورځې تېروي چې خپله مجبورېږي او وایي موږ بېرته خپل هېواد ته ځو."


محمد سلیم چې د ترکیې له یوه کمپ څخه خوشې شوی او اوس په یوه اروپایي هېواد کې ژوند کوي، ازادي راډیو ته يې وویل: "په یوه اوونۍ کې به یې یو ځل بهر وویستلو، لږ لمر او رڼا به مو ولیده او لږ هوا به مو احساس کړه، بیا به یې بېرته دننه بوتلو. وروسته به یې یوه ګواښوونکې ډله راوسته او موږ به یې ووهلو. آن یو ټليفون نه و چې کورنۍ ته مو زنګ ووهو."


دا په‌‌‌داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې ترکیې نږدې ۳۰۰ افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته ولېږل.


د ترکیې د ځینو رسنیو د راپورونو له‌‌‌مخې، دا مهال په ترکیه کې شاوخوا ۳۲۰زره افغان پناه غوښتونکي مېشت دي، چې ډېری یې د ویزې، د پناه غوښتونکو د ځانګړو کارتونو یا اقامت ترلاسه کولو په پروسه کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus