د راپورونو لهمخې د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې پر یوه زیارت د ناپېژاندو وسلهوالو په برید کې لږ تر لږه لس زیارت کونکي وژل شوي دي.
د رسنیو د راپورونو لهمخې دا برید تېره شپه د نهرین په زاړه ښار کې د سید پاچاآغا چې په سید پاچاجان زیارت هم مشهور دی، هغه مهال شوی چې د صوفې طریقې زیارت کونکي د جمعې شپې لپاره پهکې راټول شوي و او عبادت یې کاوه.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع دا پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې، لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې یوشمېر تصویرونه خپاره شوي چې، ظاهراً پهکې د پېښې له ځایه په خونو کې دننه د یوشمېر وژل شویو کسانو جسدونه ښکاري، خو ګرانه ده چې کرهوالی یې په خپلواکه توګه تایید شي.
د نهرین د زاړه ښار یوه اوسېدونکي چې د امنیتي دلایلو له امله یې یوازې ځان رباني وښود، ازادي راډیو ته وویل، پهدې پېښه کې وژل شوي اکثره کسان د دوی د کلي او سیمې اوسېدونکي او یوشمېر یې د ده خپلوان دي.
نوموړې د دغې پېښې د څرنګوالي په اړه وویل: "سهار ناڅاپه خبر راغی چې راشئ دغسې یوه پېښه شوې ده. هلته لاړو چې ومولیدل یوولس کسان چې زموږ خپلوان، دوستان او د قوم خلک وو، وژل شوي و. دوه تنه یې د پلخمري اوسېدونکي و او ۹ تنه یې زموږ د کلي، سیمې او زموږ له خپلوانو څخه وو. یو یې د نصرت الله په نوم زما د تره زوی دی او نور د همدې کلي او یوه جومات خلک و."
د ښاغلي رباني په خبره دا دود دی، چې د جمعې په شپو یوشمېر کسان دې زیارت ته ورځي او شپه په عبادتونو سبا کوي.
تر اوسه پورې د دغه برید مسوولیت چا یا کومې ډلې نهدی اخیستی، خو یوشمېر رسنیو د بغلان د امنیې قومندانۍ د ویاند له خولې خبر ورکړی چې ویلي يې دي، د دې پېښې په اړه یې څېړنه پیل کړې ده.
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په پنځلسمه چې طالبان بیا په افغانستان کې واک ته رسېدلي، پهدې هېواد کې د صوفیانو او شیعهګانو په ګډون پر مذهبي لږکیو او د هغوی په عبادتځایونو د ډېرو خونړیدو بریدونو مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخیستی.
د روان زېږديز کال په سپټمبر میاشت کې پر یوشمېر هزارهګانو چې له دایکنډي ولایت نه د غور ولایت مرکز فیروزکوه ته پر لاره وو، ترڅو د عراق له کربلا څخه ورغلو زیارت کونکو ته هرکلی ووایي، په لاره کې پرې برید وشو، چې پهکې شاوخوا ۱۴ تنه ووژل شول.
د هغه برید مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش واخیست.
تر دې وړاندې په افغانستان کې پر مذهبي لږکیو دوه لوی بریدونه د ۱۴۰۱ کال په پسرلي کې په کابل او کندوز ولایتونو کې د صوفیانو د طریقې پر پېروانو شوي وو.
د کابل په دارالامان کې د صوفیانو پر یوې خانقاه په برید کې د مسوولو چارواکو له قوله لږ تر لږه ۶۶ کسان وژل شوي او ۷۸نور ټپیان شوي وو.
لهدې پېښې اوونۍ وړاندې په کندز کې هم په یوه بل برید کې په یوه جومات کې صوفیان د عبادت په مهال په نښه شوي و.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد هغه مهال پهدې پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۳ تنه او د ټپیانو ۴۳ تنه ښودلی و.
د دغو دواړو بریدونو مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش اخیستی و، هغه ډله چې طالبان وایي سخته یې ځپلې، خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې د بشپړ امنیت په ټینګښت کې هغوی ته یو سرخوږی جوړکړی دی.