Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کورمه کې له پروني بريد وروسته خلکو د امنيتي ادارو پر ودانيو بريدونه کړي

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د مسافر لېږدوونکو ګاډو پر قافلې تر وسله‌وال برید یوه ورځ وروسته، دغلته پارېدلو کسانو د امنیتي ادارو پر ودانیو حملې کړې دي.


د کورمې یوشمېر اوسېدونکو او ځايي خبریالانو د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، د نومبر پر ۲۲مه پارېدلو خلکو له پاړه چیناره د باندې د احمدزیو او مليخېلو ترمنځ د پوځ امنیتي پوسته سوځولې ده.


دوی وايي چې، ګڼو خلکو په پاړه چنار کې د باب کرم په نوم دروازې ته هم زیان رسولی دی او په‌‌‌دې ښار کې یې د پاکستاني ملېشو ځینې تاسیسات سوځولي دي.


د کورمې پولیسو او امنیتي چارواکو لا د تاوتریخوالي د پېښو څرګنوالي او د مخنیوي لپاره یې د حکومتي اقداماتو په اړه څه نه‌دي ویلي.




خو د فرانسې خبري اژانس وايي چې، چارواکو د کورمې ضلعې په مختلفو برخو کې ګرځ‌بندیز لګولی دی او د موبایل ټليفون خدمات یې ځنډولي دي.


د انجمن حسینیه په نوم د شیعه‌‌‌ګانو سازمان یو مشر جلال حسین بنګښ د جمعې تر لمانځه مخکې په خطبه کې پر تاوتریخوالي خپګان ښوولی دی او ویلي یې دي چې، شیعه‌‌‌ګان ودانیو او زېربنايي تاسیساتو ته د زیان رسولو پېښو سره هيڅ تړاو نه‌‌‌لري.


په همدې حال کې د کورمې په علیزیو او بګن کې وضعیت خورا ترینګلی دی، ځکه چې هلته سنیان او شیعه‌‌ګان مورچو ته ختلي دي.


د دې وضعیت له وجې په کورمه کې د تګ‌‌‌راتګ لارې او کاروباري مرکزونه تړل شوي دي.




په همدې حال کې د نومبر پر ۲۲مه په کراچۍ کې ګڼو شیعه‌‌‌ګانو د کورمې حملې پر ضد مظاهره کړې ده.


د مظاهرې ګډونوالو د نومبر ۲۱مې برید وغانده او په لاسونو کې یې لوحې نیولې وې چې، ورباندې د ترهګرۍ او ناامنۍ پر ضد شعارونه لیکل شوي وو.


د نومبر پر ۲۱مه وسله‌والو په کوزه کورمه کې د مسافر لېږدوونکو ګاډو پر قافلې برید وکړ، چې په‌کې د چارواکو او ځايي مشرانو په وینا، د وژل شویو شمېر ۵۰ ته رسېدلی دی.


د سیمې پولیسو، ځايي چارواکو او ولسي مشرانو ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي، حمله د نومبر پر ۲۱مه ماسپښین مهال له پېښوره پاړه چینار ته د تلونکو موټرو پر کاروان شوې وه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus