نن پنجشنبه د نومبر ۲۱مه او د لیندۍ میاشتې لومړۍ نېټه د تلوېزیون نړیواله ورځ ده.
په هرات ولايت کې یو سيمهييز خبريال چې د امنيتي دلايلو له امله د خپل نوم له څرګندولو ډډه کوي، وايي چې پر رسنیو د بنديزونو دوام او پراخول ښايي د تصویري رسنيو د فعاليت مخه ونيسي.
هغه وویل: "که دا لړۍ همدا ډول دوام ومومي، دا به خبریالانو او تصویري رسنیو لپاره لوی ګوزار وي. تاسو پوهېږئ چې خبري اژانسونه او تصویري رسنۍ تر ډېره پر تصویر او انځورونو ولاړې دي. که دا بهیر دوام ومومي او دا محدودیتونه زیات شي، له بده مرغه د خبري رسنیو او تصویري رسنیو کار به له ستونزو سره مخ شي او شونې ده چې فعالیت به یې ودریږي. د اسلامي امارت له لوري نوي محدودیتونه وضع شوي چې خبریالان د رسمي او خبري غونډو عکس او تصویر اخیستلو ته نه پرېښودل کېږي، له بده مرغه دا د ډېرې اندېښنې وړ خبره ده."
طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر د قانون په اساس د هرات سربېره، په ننګرهار، کندهار، هلمند، میدان وردک، تخار، بادغیس او پکتیا ولایتونو کې هم د ژوندي سارو پر تصویر اخیستلو او فلم اخیستلو بندیز لګولی دی.
د افغانستان په ختیځ زون کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر عزیزالله عزیز ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو د ننګرهار پر ټولو سیمهییزو چارواکو د ویډیويي مرکو پر کولو بندیز لګولی دی.
هغه زیاته کړه چې د طالبانو دغه عمل د تصویري رسنيو لپاره معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې خنډونه زیات کړي دي.
عزیز وویل: "په دې برخه کې د تصویري رسنیو او تلوېزیونونو ژورنالیستان او خبریالان پخوا هم له یو شمېر ستونزو سره مخ وو او اوس هم ورسره مخ دي، ځکه که په تلوېزیونونو او یا تصویري راپورونو کې د چارواکو ویناوې او غږ نه وي، دا یوه ننګونه ده چې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې یې ستونزې پیدا کړي دي."
عزیز بیا وویل چې د طالبانو د حکم له مخې په ننګرهار کې د دغې ډلې تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون د ژوندي موجوداتو انځورونه نه خپروي.
د هغه په خبره، په دې ولایت کې درې خصوصي تلوېزیونونه فعالیت کوي.
په افغانستان کې په تېرو درېیو کلونو کې واک ته د طالبانو له راتګ راهیسې په دغه هېواد کې د رسنیو فضا ډېره محدوده شوې او د ډېرو تصویري، غږیزو او چاپي رسنیو فعالیت بند شوی دی.
په دې موده کې د رسنیو د خپرونو بڼه هم د طالبانو د محدویتونو له امله بدله شوې ده.
طالبانو د موسیقۍ او تفریحي پروګرامونه چې په تېر کې رسنیو کې خپرېدل منع کړي دي.
په پاریس کې د بې پولې خبریالانو سازمان یو چارواکی د ژوندیو موجوداتو پر عکس اخیستلو او فلم جوړولو بندیز د رسنیو پر ازادۍ برید ګڼي او پر طالبانو یې غږ کړی چې ژر تر ژره دې محدودیتونه لغوه کړي.
په دغه سازمان کې د جنوبي اسیا د څانګې مشرې څیلیا مرسیر له ازادي راډیو سره په خبرو کې له طالبانو وغوښتل چې خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ته اجازه ورکړي چې په ازاده او خوندي توګه فعالیت وکړي.
هغه زیاته کړه: "په رسنیو کې د ژوندیو موجودات د انځورونو پر خپرولو د طالبانو بندیز د مطبوعاتو پر ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي پر حق یو جدي او ګواښوونکی بندیز ښيي، دا ډول کړنې محلي رسنۍ د خبرونو د مستند کولو او خپرولو مخه نیسي، دا د رسنیو پر ازادۍ مستقیم برید دی."
مېرمن میرسیر زیاته کړه: "تراوسه په ټول هېواد کې د تلوېزیوني شبکو د بندېدو یا د ژوندي سارو د عکسونو په اړه کوم رسمي اعلامیه نه ده خپره شوې، خو د افغانستان په ولایتونو کې د محلي تلوېزیوني شبکو راتلونکې د اندېښنې وړ خبره ده او موږ وضعیت له نږدې څارو."
تر دې مخکې په نیویارک کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي وو چې د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې په رسنیو کې د ژوندیو انځورونو پر خپرېدو بندیز د اندېښنې وړ دی.
بل خوا د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چې په یو شمېر ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو پر تصویر بندیز د دې لامل شوی چې رسنۍ د تړل کېدو له ګواښ سره مخ شي، خو یو طالب چارواکی د تصویري رسنیو بندېدل"پروپاګند" بولي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال ضیاالحق حقمل د عقرب په میاشت کې بلخ ولایت ته سفر وکړ او د دې سربېره چې د طالبانو مشرانو د تصویرونو او عکسونو په اخیستو اعتراض کاوه، ده وویل چې د رسنيو پر فعاليتونو هېڅ ډول بنديز نهشته.
هغه وویل: "موږ داسې اعلانونه اورو چې د رسنیو د بندولو امر شوی، الحمدلله، داسې نه ده، دوی خپل علمي نظریات لري، دا مهال زموږ او ستاسو د کار په لاره کې هېڅ ډول ستونزې شتون نهلري. که کومه دولتي اداره په دې برخه کې علمي توجه ولري او هغه هم امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون له مخې په دې برخه کې زموږ او ستاسو په کار کې کومه ستونزه نهشته. موږ د امر بالمعروف وزارت سره خبرې وکړې او د قانون د جزییاتو په اړه مو دا وزارت کار کوي او انشاالله چې په ترتیب سره به زموږ او ستاسو ډېرې ستونزې هوارې شي."
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر د تلې په میاشت کې وویل چې نوی قانون په افغانستان کې خلکو ته روښانه کړې چې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول د اسلامي شریعت خلاف کار دی او دا قانون به په تدریجي ډول په ټولو ولایتونو کې پلی شي.
د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر او د لوړو زدهکړو وزارتونو سرپرستانو ځینو ولایتونو ته د خپلو سفرونو پر مهال د تصویري رسنیو خبریالانو ته اجازه نه ده ورکړې چې د دوی د غونډو ته پوښښ وکړي.
په داسې حال کې چې په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو سیمهییز چارواکي له تصویري رسنیو سره له خبرو او عکس اخیستلو منع شوي، خو په کابل کې لا هم د طالبانو د حکومت وزارتونه او ادارې د خپلو غونډو او فعالیتونو راپورونه په تصویري بڼه خپروي.
دا د څه ښکارندوي کوي؟
د افغان خبریالانو د مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې کمېټې مشره سمیه ولیزاده په دې اړه دا ډول ځواب ورکوي او وايي: "په طالبانو کې ځینې داسې کسان شته چې د دغو سخت دریځویو پلوي نه دي. د طالبانو تر منځ وېش د دې لامل شوی چې په ځینو ولایتونو کې له رسنیو سره سخت چلند وشي چې دا کار په افغانستان کې د رسنیو له قانوني ازادۍ څخه د محرومیت لامل شوی دی."