Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

اوچا: هرات کې ۲۵زره زلزله‌ځپلې کورنۍ لاهم کافي سرپناوې نه‌لري

په افغانستان کې د هوا په سړېدو سره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د هرات د زلزله‌‌ځپلو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې.


دغه دفتر پرون چهارشنبه په یو راپور کې چې د دې ادارې پر وېب‌پاڼه خپور شوی ویلي، که څه هم د هرات له زلزلې څه باندې یو کال تېریږي، خو لاهم شاوخوا ۲۵زره ځپل شوې کورنۍ کافي سرپناوې نه‌‌‌‌لري.




د یاد دفتر د معلوماتو له‌‌‌مخې که څه هم په تېر یو کال کې بېلابېلو مرسته کوونکو بنسټونو د هرات له ۲۷۵ زره زلزله‌‌‌ځپلو سره ډول‌‌‌ډول مرستې کړي، خو د ژمي په رارسېدو د کافي سرپناو د نشوالی مسئله د اندېښنې وړ ده.


دا په‌‌‌داسې حال کې ده چې د هرات یو شمېر زلزله‌‌ځپلې کورنۍ بیا وايي، لا هم له کړاوه ډک ژوند تېروي.


د هرات د زنده‌‌‌جان ولسوالۍ اوسېدونکي احمد محمدي په‌‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "ژمی په رارسېدو دی، موږ له ستونزو سره مخامخ یو له نړیوالې ټولنې، مرسته کوونکو بنسټونو او دولت څخه مو دا غوښتنه ده چې د زنده‌‌‌جان له اوسېدونکو سره یې چې کومې ژمنې کړي هغه عملي کړي او زموږ لپاره کورونه او سرپناوې بشپړې کړي."


څه باندې یو کال وړاندې د اکټوبر په اوومه څو زلزلو چې قوي هغه یې د ریښتر په حساب ۶،۳ درجې وه، د هرات ولایت په ځانګړې ډول د زنده‌جان، غوریان ادرسکن، انجیل، ګذرې او کشک‌ رباط سنګي ولسوالۍ ولړزولې.


د ملګروملتونو د معلوماتو له‌‌‌مخې، په یاده زلزله کې ۱۵۰۰ کسان مړه شوي او ۲۶۰۰ نور ټپیان شوي وو.




د راپورونو له‌‌‌‌مخې د یادې زلزلې له کبله زرګونه کسان بې‌‌‌کوره شول، چې هغه مهال بېلابېلو بسټونو له دوی سره د کورونو د جوړو په برخه کې ژمنې کړې وې.


د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د معلوماتو له‌‌‌مخې، د هرات زلزلې په مستقیم ډول د هرات په ۹ ولسوالیو کې ۲۷۵زره تنه اغېزمن کړل او ۴۸زره کورونه یې ویجاړ کړل.


د هرات د ګذرې ولسوالۍ اوسېدونکی عمران د خپلو ستونزو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "سمه ده چې په کم شمېر کورونه جوړ شوي، خو هغه هم نیم‌ګړي دي او مهمه خبره دا چې ژمی راورسېد او هوا مخ پر سړېدو ده، خو ډېری کورونه نه‌‌‌دي جوړ شوي، ستونزې بیخي زیاتې دي او موږ ډېر اندېښمن یو."




تر دې واړندې په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) هم ویلي چې، د هرات له زلزله‌‌‌ځپلو سره د نړیوالې ټولنې د مرستې سربېره لا هم ډېری کورنۍ بشري مرستو ته اړتیا لري.


د یادونې ده چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې ویلي چې، په هرات کې یې زلزله ځپلو ته د ۱۰۰میلیونه افغانۍ په ارزښت ۲۸۸ جوړ شوي کورونه سپارلي، خو یو شمېر زلزله‌ځپلي له ازاداي راډیو سره په خبرو کې ادعا کوي چې ډېر شمېر کورنۍ سرپناوې نه‌‌‌لري او د هوا په سړېدو به له جدي ننګونو سره مخامخ شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus