Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

سي‌اين‌اين: افغانستان کې جنس‌بدلي د توقیف پرمهال له تاوتریخوالي او جنسي تیري سره مخامخ دي

سي‌اين‌اين خبري شبکه راپور ورکوي چې، په افغانستان کې جنسیت‌‌‌بدلي د طالبانو له‌خوا د توقیف پرمهال له سخت فزیکي تاوتریخوالي او جنسي تیري سره مخامخ دي.


یوشمېر جنسیت‌‌بدلو ازادي راډیو سره په خبرو کې تایید کړه چې د طالبانو له‌‌خوا له تاوتریخوالي او جنسي تیري سره مخامخ شوي دي.


یو له دوی څخه شیرشاه چې په خبره یې د طالبانو له ویرې پاکستان ته تښتېدلی، ازادي راډيو ته وویل: "د انصاري په څلور لارې کې یو هوټل و، زه او ملګری مې هلته تللي و. په جریان کې و چې طالبان زموږ کوټۍ ته ننوته، ماسک یې اغوستی و او وسله هم ورسره وه، یوه مخ یې په دستمال پوښل شوی و، اول یې زما موبایل واخیست لاسونه یې راته وتړل او زما عکس یې واخیست، پر ملا یې په کېبل ووهلم او بیا یې زه اړ کړم، ما فکر وکړ که مې حوزې ته یوسي ژوندۍ مې نه پرېږدي."




یوه بل جنسیت بدلي چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه‌غوښتل نوم په راپور کې خپور شي، د غږ بدلولو په شرط یې ازادي راډيو ته وویل: "ډېر په تنګ یو، نور مرګ‌مرګ نارۍ وهو مرګ نه‌شته دی. د عوامو او حکومت له‌‌‌‌‌خوا مې وهل خوړلي. ورونه او پلار مې وهي د دې لپاره چې زه یو جنسیت‌‌بدلی یم. زه هم زړه لرم غواړم باندې وځم تازه هوا واخلم چکر ووهم، ځان ته سودا راوړم، خو نه د حکومت له لاسه بهر وتلی شم نه د عوامو له لاسه، ډېر په تنګ یم."




د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌‌الله مجاهد د دې راپور په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه، خو مخکې یې ویلي وو چې هم‌جنس خوښونه جرم دی او دوی یې مخ‌نیوی کوي.


يادې شبکې په یوه راپور کې ویلي، یوشمېر افغان جنسیت‌بدلو دې شبکې سره په خبرو کې ویلي، په افغانستان کې د طالبانو په زندانونو کې د توقیف پر مهال جنسي تیري او د شکنجې، ساه بندولو او فلزي زنځیرونو سره د وهلو په شمول د سخت فزیکي تاوتریخوالي سره مخامخ شوي.


سي‌اين‌اين د سه‌‌شنبې په ورځ راپور ورکړ چې، د سهراب په نوم یوه ۱۹ کلن ځوان دې شبکې ته وویل، په توقیف کې د طالبانو له‌خوا څو ځله پرې جنسي تیری شوی دی.

دغه خبري شبکې زیاته کړې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سي‌اين‌اين موندنو په غبرګون کې ویلي، د لواطت په‌‌څېر عملونه غیرقانوني او د اسلام د احکامو خلاف دي، چې له عاملینو سره به یې قانوني چلند وشي.


د جنسیت بدلو (ال‌جي‌بي‌ټي‌‌کیو) ټولنې یوه فعال زاهد مصطفی ازادي راډيو ته وویل: "د جنسیت‌‌‌‌‌بدلو وضعیت په افغانستان کې ښه نه‌‌دی. مخکې له طالبانو په نورو حکومتونو کې مو هم داسې یو ملاتړی قانون نه درلوده چې د رنګین‌‌کمان جنسیتي کټګوري په رسمیت وپېژني. خو طالبان په بشپړه توګه د انکار په ډول چلند کوي، یعنې د دوی لپاره د جنسیت‌‌بدلو په نوم کومه جنسي ډله شتون نه‌لري."




د افغانستان د رنګین‌‌‌کمان سازمان په راپور کې چې یوه اوونۍ مخکې خپور شو ادعا شوې چې، د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ په ۱۴ ولایتونو کې لږ تر لږه ۹۸ جنسیت‌‌بدلي په عام محضر کې مجازات شوي دي.


همدا راز د روشنایا په نوم د بشري حقونو یوه سازمان ویلي و چې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې په افغانستان کې د جنسیت‌‌بدلو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۸۲۵ پېښې ثبت کړي دي او زیاته کړې یې وه چې فزیکي تاوتریخوالی په افغانستان کې د دوی پر وړاندې د ځورونې یوه عامه بڼه ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus