ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو د اوکراین بوچا ښار کې د روسي ځواکونو له خوا د ملکي او نظامي کسانو د هدفي وژنو څو پېښې مستندې کړي دي.
یو له هغو کسانو چې په دې مستند کې یې د هدفي وژنې پر څرنګوالي معلومات راټول شوي یو دکاندار دی چې په رضاکارانه توګه یې د اوکرایني ځواکونو او ملکي خلکو سره مرسته کوله.