اسټرالیا له شاوخوا درې کلن ځنډ وروسته د افغانستان د نجونو د کرکټ ملي لوبډلې د ځینو لوبغاړو هغه غوښتنه ومنله، چې په دغه هېواد کې ورزشي فعالیتونه ولري.
په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو او په بهر کې د افغان نجونو د کرکټ د ملي لوبغاړو له پناه اخيستو وروسته په لومړي ځل اسټرلیا په دغه هېواد کې د لوبغاړو د انسجام او ورزشي فعالیتونو ملاتړ کړی دی.
اسټرالیايي رسنیو له ډلې یې د سیډني مارنیګ ورځپاڼې د راپور لهمخې د اسټرالیا کرکټ بورډ له درې کلن ځنډ وروسته د افغان پناه غوښتونکو ښځینه کرکټ لوبغاړو ته اجازه ورکړه، چې په خپلو کې د ۲۰۲۵ په لومړۍ کې لوبه وکړي.
دغه اسټرالیايي رسنۍ د اسټرلیا د کرکټ بورډ د چارواکو له قوله ویلي چې، اسټرالیا ته د افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو له پناه اخيستلو سره هممهاله خلکو له دغو لوبغاړو ملاتړ کړی او راتلونکې نمایشي لوبه به د دغه ملاتړ څخه د نمانځي په پار وشي.
د ورځپاڼې د معلوماتو لهمخې د افغان نجونو د کرکټ لوبه به د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۳۰مه وشي، خو له هغې وړاندې به لوبغاړي د دوو ورځو لپاره په خپلو کې د لا پېژندني او تمرین لپاره په کمپ کې ګډون وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ ريیس میرویس اشرف پهدې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نهکړې، خو په دغه بورډ کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د نجونو د کرکټ ملي لوبډلې ډېری لوبغاړو په اسټرالیا کې پناه اخیستې ده.
د افغانستان د نجونو د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی اوږۍ وردګ د اسټرالیا د کرکټ بورډ له لوري افغان ښځینه لوبغاړو ته د اسانتاو له رامنځته کېدو هرکلی کوي.
نوموړې پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په افغانستان کې د نجونو د کرکټ په تاریخ کې دا لومړی ځل چې له افغانستانه د باندې دوی ته داسې زمینه برابریږي، چې وکړای شي نړۍ ته خپل استعداد وښیي، د کرکټ نړیوالې شورا څخه په کراتو پهدې برخه کې غوښتنه شوې خو مثبت ځواب نهدی ترلاسه شوی، که دوی مو ملاتړ وکړي نو ډېر پرمختګونه به ولرو."
دا پهداسې حال کې ده چې د روان کال د جولای د میاشتې په وروستیو کې د افغانستان د کرکټ ښځینه لوبډلې یوشمېر لوبغاړو د کرکټ له نړیوالې شورا یا (ایسيسي) غوښتي و، څو ورسره مرسته وکړي، چې د کډوالو په نامه اسټرالیا کې خپله لوبډله جوړه کړي.
که څه هم د کرکټ نړیوالې شورا د افغان ښځینه لوبغاړو د دې غوښتنې په اړه څه نهدي ویلي، خو د افغانستان د نجونو د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړې اوږۍ وردګ وايي، د اسټرالیا دغه اقدام د دوی د غوښتنې د عملي کېدو لپاره ښه پیلامه کېدای شي.
د کرکټ د چارو پوه سمیعالله هلال پهدې اړه ازادي راډيو ته وویل: "په نړیواله کچه افغان ښځینه ورزشکارانو ته د لوبو د زمینې برابرول ښه زېری دی، که څه هم دوی په کور دننه له ګڼو ننګونو سره مخامخ دي خو اسټرالیا ښه پرېکړه کړې او دا پرېکړه به افغان ښځینه لوبغاړي لا نور ورزش ته وهڅوي."
د یادونې ده چې د افغانستان د کرکټ ښځینه لوبډله ۲۰۱۰ کال کې جوړه شوه، خو په ۲۰۲۱ کال کې چې طالبان بیا واک ته ورسېدل وپاشل شوه او ډېری غړي له هېواده ووتل.