Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

يو‌اين‌ايچ‌سي‌ار: سږ کال پاکستان کې تر اووه زره ډېر افغان کډوال نيول شوي

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري (يو‌اين‌ايچ‌سي‌ار) وايي، سږ کال په پاکستان کې تر ۷۱۰۰ ډېر افغان کډوال نیول شوي او یا هم زنداني شوي دي.


دغه سازمان په یوه راپور کې چې د پنج‌شنبې په ورځ (د نومبر په ۷مه) خپور کړی ویلي چې یوازې په اکتوبر میاشت کې شاوخوا ۸۰۰ افغانان په‌‌‌دې هېواد کې نیول شوي یا بندیان شوي دي.


یو افغان کډوال چې سږکال له پاکستانه ایستل شوی او نه‌یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله يې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "ديارلس میاشتې په پاکستان کې و، دا امکانات مو نه درلودل، چې ویزه تمدید کړو، ځکه چې په یوې ویزې ٣١ زره کلدارې مصرف راته، پولیسو موږ ونیولو، ناصر باغ کمپ ته يي بوتلو او وروسته تورخم ته او ډیپورت یې کړو."




په پاکستان کې هم یو افغان کډوال چې د پاکستاني پولیسو له‌خوا له ځورونې شکایت کوي د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه اخیستو او غږ بدلولو په شرط یې ازادي راډيو ته وویل: "ځورونه ډېره ده، هره ورځ مو پولیس پرته له کوم دلیله نیسي، لومړی اسناد نه ویني، یعنې سند لرونکي او بې سنده نیسي."


د بشري حقونو فعالین له ډلې یې عبدالعزیز ابراهیمي، د پاکستان حکومت دا اقدامات د قانون خلاف بولي.


هغه وايي: "دا اقدامات د کډوالۍ په چارو کې د نړيوالو قوانینو او تړونونو خلاف دي. د ملګروملتونو او بشري حقونو سازمانونو څخه غواړو چې په‌دې برخه کې غور وکړي."


د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ (يو‌اين‌ايچ‌سي‌ار) خپل د پنج‌شنبې ورځې په راپور کې زیاتوي چې، د ٢٠٢٣ کال د سیپتمبر میاشتې څخه تر اوسه، له ٧ لکه او ٦١ زرو څخه ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي.




د یاد سازمان د شمېرو له‌مخې یوازې په تېرو دوو میاشتو کې په اوسط ډول په میاشت کې ۲۳ زره افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي دي.


په دغه راپور کې راغلي په ۲۰۲۴ کال کې له ۶۸۰۰ ډېر کسان له پاکستانه په زوره ایستل شوي او که څه هم دا لړۍ له جولای میاشتې راهیسې کمه شوې، خو د سپټمبر په پرتله په اکتوبر میاشت کې په‌کې زیاتوالی راغلی.


پاکستان د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر میاشت کې اعلان وکړ، چې یو میلیون بې‌اسناده کډوال به له‌دې هېواده وباسي چې ډېری یې افغانان دي.


دغو کډوالو ته د تېر کال د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت ورکړل شوی و چې په خپله خوښه له پاکستانه ووځي، که نه نو په زوره به وایستل شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus