Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

طالبانو يوه اوونۍ کې د لس مېرمنو په ګډون ۳۸کسان په دُرو وهلي؛ غبرګونونه ورته څه‌دي؟

د طالبانو حکومت په تېرې شاوخوا یوه اوونۍ کې نږدې ۴۰ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.


په عام محضر کې د طالبانو له لوري د سړو او ښځو په دُرو وهل چې د طالبانو حکومت یې "تعزیزي مجازات" بولي خلک اندېښمن کړي دي.




د طالبانو د حکومت د سترې محکمې د خبرپاڼو له‌‌مخې د ازادي راډيو موندنې ښيي چې، د طالبانو حکومت په تېرې شاوخوا یوې اوونۍ کې د ۱۰ مېرمنو په ګډون ۳۸ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.


دغه سزاوې د روان کال د اکټوبر د میاشتې له ۳۱مې تر دې دمه د کابل، ننګرهار، پروان، تخار، جوزجان، میدان وردګ، پکتیکا او غزني په ولایتونو کې په یادو کسانو پلي شوي دي.


مجازات شوي کسان د طالبانو حکومت په خبره د بداخلاقۍ، غلا او شوکو، نامشروع اړیکو او زنا، له کوره د تېښتې، لواطت او د الکولي مشروباتو د پلورلو په تور په عام محضر کې دُرو وهل شوي او په بند هم محکوم شوي دي.




حقوقي پوهان او عام خلک د دا ډول سزاګانو له زیاتوالي اندېښنه ښيي او وايي چې، دغه سزاوې له شفافیت او اطلاعاتو پرته د اصولي قوانیونو خلاف پلي کېږي.


د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکی چې نه‌غواړي د موضوع د حساسیت له کبله يې نوم په راپور کې یاد شي په‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د یوه ځوان او د دې ټولنې د یوه غړي په توګه له ویرې او اندېښنې سره مخامخ یم که دا ډول حالت دوام وکړي، نو لرې نه‌‌ده چې ځوانان به د هېواد پرېښودلو ته اړ شي لکه څنګه چې لا له وړاندې دغه لړۍ روانه ده، موږ په کړاو کې ژوند کوو او دغه وضعیت په هيڅ رقم د توجیې وړ نه‌دی."


حقوق پوه اختر راسخ د طالبانو د حکومت دا ډول کړنې په افغانستان کې د بشري حقونو نقض بولي.


هغه په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "طالبان له واک ته رسېدو وروسته بشري حقونو او د ښځو حقونو ته درناوی نه‌‌کوي، ورځ تربلې سنګسار، وژنې او فشارونه زیاتیږي، د طالبانو دغه چلند افغانستان بدبختۍ او کورنیو جګړو ته بیايي زه ویلی شم چې په افغانستان کې بشري حقونه نقض شوي دي."




طالبانو په‌‌‌داسې حال په افغانستان کې بدنې سزاوې زیاتې کړي چې، په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما په خپل وروستي راپور کې چې د تېرې پنج‌شنبې په ورځ خپور شو ویلي، طالبانو د جولای له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر تر پایه پر ۹۵ نارینه، ۱۵ ښځو او یوې نجلۍ ۱۱۱ بدني مجازات تطبیق کړي دي.


که څه هم بېلابېلو نړیوالو او د بشري حقونو سازمانونو په کراتو له طالبانو غوښتي چې بدنې سزاوې دې ودروي، ځکه چې په باور یې دا ډول سزاوې د بشري حقونو سره په ټکر کې دي، خو طالبانو بیا په بېلابېلو ولایتونو کې د دا ډول سزاو پلي کول ته دوام ورکړی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus