د ملي مقاومت جبهې کابل کې د پنځه طالبانو د وژنې ادعا کړې
دغې ډلې په یوه بیان کې ویلي، چې دغه برید، تېره شپه په کوټه سنګي سیمه کې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو د موټرو پر کاروان شوی دی.
وړاندې ویل شوي، چې پهدې پېښه کې د وسلهوالو طالبانو دوه عرادې موټر هم ویجاړ شوي او پنځه میله وسله د جبهې د ځواکونو لاس ته ورغلې ده.
د خبرپاڼې لهمخې، پهدې عملیاتو کې ملکي وګړو او د ملي مقاومت جبهې غړو ته زیان نهدی اوښتی.
طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نهدي ویلي او ازادي راډیو په خپلواکه توګه دا ادعا نهشي تاییدولی.
تر دې مخکې ځینو کورنیو رسنیو د سرچینو په حواله د پنجشنبې په ماښام د کابل په کوټه سنګي سیمه کې د یوې چاودنې خبر ورکړی و.