Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ډونالډټرمپ په فلوریدا ایالت کې خپلو پلويانو ته وينا وکړه

د اسوشیتید پریس او CNN په ګډون د ډېرو امریکايي رسنیو د راپورونو له‌مخې په ویسکانسن ایالت کې په بریا سره، د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو جمهوري غوښتونکي نوماند او پخوانی ولسمشر ډونالډټرمپ د ولسمشر مرستیالې او د دیموکرات ګوند نوماندې کامالا هاریس ته د ولسمشرۍ د ګټلو لپاره د اړتیا وړ ۲۷۰ ټاکنیزې رایې ترلاسه کړي.


د اسوشیتید پریس د خبر پر اساس، ټرمپ د نومبر په ۵مه د رایې ورکولو وروسته ۲۷۷ الکټرال کالج یا د انتخاباتي پلاو رایي ترلاسه کړي دي.


له اووه مهمو ایالتونو ټرمپ په شمالي کارولینا، جورجیا، پنسلوانیا او ویسکانسن کې رایې ګټلي او په مشیګن، نیواډا او اریزونا کې مخکې و.


په متحده‌ایالاتو کې د ټاکنو پایلو چهارشنبې نومبر شپږمه (لړم ۱۶مه) وښودله چې د جمهوري غوښتونکو ګوند له ډیموکراتانو څخه د سنا په مجلس کې اکثریت ګټلي دي.


جمهوري غوښتونکي په تېرو څلورو کلونو کې په سنا کې اقلیت وو او وروستي بري یې ددغه ګوند دا هڅې پیاوړې کړي، چې د دولت په ټولو برخو کې واک په خپل لاس کې واخلي.


له‌‌‌دې بري سره راتلونکی جمهوري غوښتونکی ولسمشر به وتوانیږي چې د خپلو تګ‌لارو په پلي کولو کې پراخ ملاتړ ترلاسه کړي.




دا په‌داسې حال کې ده چې د پایلو له رسمي اعلان نه وړاندې ټرمپ خپلو پلویانو او د خپل د انتخاباتي کمپاین ټیم ته د بریا مبارکي ورکولو ترڅنګ ځان کټونکي اعلان کړ.


ټرمپ د نومبر په شپږمه سهار وختي دا وینا د فلوریدا ایالت په پالم بیج کې د خپلو پلویانو ترمنځ وکړه او زیاته یې کړه: "زه به تر هغه وخته ارام نه‌شم چې موږ هغه پیاوړې، خوندي او هوسا امریکا ته چې زموږ ماشومان یې او تاسو یې مستحق یاست، نه وي سپارلي."


ډونالډټرمپ چې یو سوداګر دی، په ۲۰۱۶ کال کې وتوانېد چې د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې او د ډیموکراټ ګوند نوماندې هیلري کلنټن ته ماتې ورکړي او ولسمشر شي.


ټرمپ په ۲۰۲۰ کال کې، د دیموکرات ګوند کاندید جوبایډن په وړاندې ماتې وخوړه.


ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال په بېلابېلو قضیو کې محکمې ته حاضر شو، خو هغه تل په ټولو قضیو کې خپله بې‌ګناهي اعلان کړه.


ټاکل شوې چې د متحده‌ایالاتو نوی ولسمشر به د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰ د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه لوړه وکړي او خپل کار به پیل کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus