Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ولسمشر په توګه د ډونالډټرمپ ټاکل کېدو ته غبرګونونه

د طالبانو د حکومت په ګډون د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشرانو او سیاستوالو ډونالډټرمپ ته د امریکا د منتخب ولسمشر په توګه د بیا ټاکل کېدو مبارکې ورکړې ده.


د طالبانو حکومت


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې هیله لري چې، د امریکا راتلونکی حکومت واقعبینانه ګامونه پورته کړي.


د دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې ویاند یې عبدالقهار بلخي پر خپله ایکس‌پاڼه/ پخواني ټویټر خپره کړې، هیله څرګنده شوې چې: "د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ملموس پرمختګ رامنځته شي او دواړه هېوادونه وکولای شي د متقابل تعامل په رڼا کې د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي."


په دغې خبرپاڼه کې دغه راز تمه ښودل شوې چې: "ښاغلی ټرمپ به سيمه او نړۍ کې روانې جګړې، په ځانگړې توگه، غزه او لبنان کې د روان ظلم او تېري پای ته رسولو کې رغنده رول ولوبوي."


د ملي مقاومت جبهه


د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو سیاسي او وسله‌والې مخالفې ډلې هم ټرمپ ته مبارکي ورکړې.


دغې جبهې په یوه خبرپاڼه کې چې پر ایکس شبکې خپره شوې، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي، اوس د تېروتنو د اصلاح وخت دی.


د نړۍ ګڼ‌شمېر مشرانو هم نن چهارشنبه ډونالډټرمپ ته په ټاکنو کې د بریا مبارکې ورکړې.


د فوزیه کوفي په ګډون د افغانستان یوشمېر ښځینه فعالانو او د افغانستان یوشمېر پخوانیو سیاستوالو هم ټرمپ ته مبارکي ورکړې.


د اوکراین ولسمشر


د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي چې هېواد کې یې له څه باندې دوو کلونو راهیسې د روسیې جګړه روانه ده، ویلي، دی "د ځواک پر مټ سولې ته" د ډونالډټرمپ د ژمنتیا هرکلی کوي.


زلنسکي پر خپله ایکس‌‌‌‌پاڼه لیکلي، دا په واضح ډول هغه تګ‌لاره ده چې اوکراین کې سوله راوستلی شي.


د اسراییل صدراعظم


د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي: "د تاریخ په لوی بېرته راتګ سره، تاسو ته مبارکې وایم". نتنیاهو پر خپله ایکس‌‌پاڼه لیکلي، دا به د امریکا او لوی متحد اسراییل ترمنځ یو نوی پیل وي.


د هند صدراعظم نریندرا مودي


د هند صدر اعظم نریندرا مودي ویلي: "زما ملګریه د زړه له کومې درته د تاریخي مبارکې وایم . سترګې په لاره یم چې د هند او امریکا نړیواله او ستراتېژیکه ملګرتیا نوره هم پياوړې کړو."


د فرانسې ولسمشر


د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: "لکه څنګه چې پوهېږو، چمتو یو چې د څلورو کلونو په موده کې ګډ کار وکړو."


د جاپان صدراعظم


د جاپان صدر اعظم شیګیرو ایشیبا ویلي، دی ټرمپ ته مبارکي وایي او د امریکایانو دیموکراتیک غوراوي ته درناوی کوي.


د کاناډا صدراعظم


د کاناډا صدراعظم جسټن ترودو ویلي، د امریکا او کاناډا ترمنځ ملګرتیا د نړۍ یو ارمان او حسادت دی.


هغه ويلي: "زه پوهېږم چې ولسمشر ټرمپ او زه به په ګډه کار وکړو چې د دواړو هېوادونو ولسونو ته فرصتونه، نېکمرغي او امنیت برابر کړي."


د ترکیې ولسمشر


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، خپل ملګري ډونالډ ټرمپ ته مبارکي وایي او هیله لري چې د ترکیې او امریکا اړیکې به پیاوړې شي ترڅو د فلسطین او اوکراین په ګډون سیمه‌ییزې او نړیوالې شخړې او لانجې هوارې شي.


د جرمني صدراعظم


د جرمني صدر اعظم اولاف شولڅ ویلي، جرمني او متحده‌ایالتونو له اوږدې مودې راهیسې بریالی ګډ کار کړی، د خپلو اتباعو د ګټې لپاره به دغه کار ته دوام ورکړو.


د سعودي عربستان پاچا


د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان او ولیعهد محمد بن سلمان هم ټرمپ ته د بریا مبارکي ورکړې ده.


د بریتانیا صدراعظم


د بریتانیا صدر اعظم کییر سټارمېر ټرمپ ته مبارکي ورکړې او هیله یې ښودلې چې په راتلونکو کلونو کې به ګډ کار ته دوام ورکړي.


دوی ویلي، د نژدې متحدانو په توګه اوږه په اوږه د ګډو ارزښتونو د دفاع په خاطر سره دریږي.


د پاکستان، مصر، اردون، برازیل، جنوبي افریقا، استرالیا او ګڼ‌‌شمېر نورو هېوادونو مشرانو هم ټرمپ ته د مبارکۍ پيغامونه لېږلي او هغه سره یې د ملګرتیا او اړیکو د دوام هیله کړې ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus