Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

یو‌اين‌ومېن: د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې بې‌عدالتي ټوله نړۍ ګواښي

د ملګروملتونو د ښځو څانګه وايي، په افغانستان کې د نجونو او ښځو په وړاندې "بې‌عدالتي" ټوله نړۍ ګواښي او له هېوادونو یې غوښتي چې باید د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ په موخه ودرېږي او غږ پورته کړي.


د ملګروملتونو سازمان د ښځو څانګې ویلي چې، افغان نجونې او ښځې له دوامدارو ځپنو سره مخ دي.




دغه سازمان د سه‌شنبې په ورځ پر خپله ايکس‌پاڼه (پخواني ټويټر) لیکلي، افغان ښځې له خپلو حقونو بې‌برخې شوي، له زده‌کړو راګرځول شوي، په کور کې بندیانې او اوس ان له یو بل سره له اړيکو او خبرو کولو منع شوي دي.


(یو‌اين‌ومېن) داسې مهال دا اندېښنه څرګندوي چې، په افغانستان کې په نجونو او ښځو د بندیزونو او محدودیتونو په دوام په‌دې وروستیو کې د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر په نوم نوي قانون کې د ښځو غږ عورت بلل شوی دی.


دغه‌شان د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي د اکټوبر ۲۶مه د یاد وزارت په ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې په یو خپور کړي غږیږ پیغام کې ویلي و، کله چې یو بالغه ښځه لمونځ کوي او مخې ته یې یوه بله بالغه مېرمن تېرېږي د "الحمدالله او سبحان الله" ویلو اجازه ورته نه‌شته.


د یاد طالب چارواکي دغو څرګندونو د ګڼو ښځو او سازمانونو غبرګونونه راوپارول او دا یې له اسلامي شریعته "ناسم تعبیر" وبللو.




په افغانستان کې دننه او بهر ځینې نجونې، ښځې او د ښځو او بشري حقونو فعالانې وایي، د طالبانو له‌خوا پرې ورځ تر بلې د محدودیتونو زیاتېدو ځپلي او څنډې ته کړې یې دي.


د کابل ښار اوسېدونکې لېمې امیري ازادي راډیو ته وویل: "موږ خپله دلته ګورو چې پر ښځو څه ډول بندیزونه لګېږي، دا حالت نه یوازې دا چې بدلېږي نه، بلکې ورځ په ورځ پر افغان ښځو ژوند قیدېږي."


په پاکستان کې مېشته د ښځو او بشري حقونو فعاله ماریا نوري بیا د ملګروملتونو د ښځو د څانګې د تازه څرګندونو په تایید وایي: "نړیواله ټولنه نه باید د دې وضعیت په اړه چوپ پاتې شي، د روان وضعیت د بدلون لپاره اړتیا ده چې نړیوال د افغان ښځو قوي ملاتړي اوسي او پر طالبانو د نړیوالو فشارونه زیات شي، تر څو طالبانو د خپلو پالیسو بدلولو ته اړایستل شي."




د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تازه په‌دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو وړاندې طالب چارواکو د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو د خوندیتوب ادعاوې کړي، هغه چې افغان مېرمنو او نړیوالو ته د منلو نه‌دي.


د یادونې ده چې د طالبانو حکومت پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته په تېرو درېیو کلونو کې پر افغان ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې بندیزونه لګولي، چې له‌دې امله د نړیوالو له لوري له ښځو سره په جنسیتي تبعیض او د بشري حقونو په پراخو سرغړونو تورن دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus